د ګمرکونو او عوایدو معین د هیواد شمالي ولایتونو ته سفر وکړ!

org_admin
Wed, Jul 09 2025 9:16 AM
............


د چنګاښ ۱۷مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید د یو پلاوي په مشرۍ، چي د ګمرکونو لوی رئیس او یو شمېر نورو مسؤلینو ئې ملتیا کوله، د هیواد شمالي ولایتونو؛ بغلان، سمنګان او بلخ ته رسمي سفر وکړ او هلته ئې د ولایتي مسؤلینو سره وکتل.
د ګمرکونو او عوایدو معین او مل پلاوي ئې د بغلان او سمنګان ولایتونو له والیانو او مستوفیانو سره د ليدنو سربېره، د بلخ ولایت له والي، د دغه ولایت د مستوفيت له مسؤلینو، د ګمرک له رئیس او ددې ولایت له سوداګرو سره هم په جلا توګه وکتل او په یاد ولایت کي ئې د شاوخوا (۲۷) میلیونه افغانیو په ارزښت د هنګر جوړوني پروژې له چارو څخه هم له نږدې ليدنه وکړه.
ښاغلي سعید د یادو ولایتي برخو مسئولینو ته ‏په پوره صداقت او ایماندارۍ سره د اړوندو چارو د ترسره کولو، پر وخت د مراجعینو ستونزو ته د رسېدو، د ولایتي ادارو ترمنځ په اړوند چارو کي د اړیني همغږۍ رامنځته کولو، په شفاف ډول د عوایدو د راټولولو او یو شمېر نورو موضوعاتو په تړاو لازمي سپارښتني وکړې.
نوموړي ‏د ولایتي مسئولینو او سوداګرو ستونزي واورېدې او ورته د اصولي رسېدني ډاډ ئې ورکړ.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS