تېره اوونۍ د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي یوه اندازه قاچاقي توکي نیول سوي دي!

org_admin
Tue, Jul 08 2025 11:07 AM
.............


د چنګاښ ۱۷مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني ځیرکو کارکوونکو تېره اوونۍ د فراه، کندهار او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کي قاچاقي توکي نیولي دي، چي قاچاق کوونکو غوښتل له ګمرکي محصول پرته ئې په قاچاقي ډول افغانستان ته راوړي.
په نیول سویو توکو کي (۸۶۶۴) کیلو ګرامه انساني طبي درمل، (۱۳۲۳۴) کیلو ګرامه چاکلېټ، (۱۷۳۲۰) کیلو ګرامه رُب، (۶۴۰) کیلو ګرامه شامپو، (۷۲۰) کیلو ګرامه لوبیا، (۳۶۰) کیلو ګرامه پلاسټیک، (۲۹۰) کیلو ګرامه انرژي باب او (۲۴۰) کیلو ګرامه مالګه شامله ده.
نیول سوي توکي او تورن کسان د نورو اجرااتو له پاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل سوي دي.
د یادوني وړ ده، چي د مالیې وزارت د ګرځنده څارني کارکوونکي په ټول هیواد کي ګرځنده څارنه کوي او هیچا ته اجازه نه ورکوي، چي ممنوعه او قاچاقي توکي ولېږدوي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS