د وزارتونو او امارتي ادارو ترمنځ د همغږۍ ناسته وسوه!

org_admin
Sun, Jan 26 2025 3:59 PM
.............

د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس مولوي حافظ شاه حسین حسیني په مشرۍ د وزارتونو او امارتي ادارو ترمنځ  د همغږۍ ګډه ناسته وسوه.
د ناستي په پيل کي د عوایدو لوی رئیس د عوایدو پر اهمیت او د ملي بودیجې پر تمویل خبري وکړې؛ هغه وویل، "څومره، چي زموږ عواید زیات سي، په هماغه کچه به هیواد پرمختګ وکړي او هیوادوالو ته به غوره خدمات وړاندي سي."
د غونډي په جریان کي د عوایدو د پلان، تحقیق او نظارت ریاست استازي د روان مالي کال له حمل میاشتي څخه د جدي میاشتي تر پایه د وزارتونو او امارتي ادارو د عوایدي وضعیت راپور وړاندي کړ. همدارنګه، د ملي بودیجې ریاست استازي له لوري په همدې موده کي د وزارتونو او امارتي ادارو د پراختیایي پروژو د بودیجې او مصرف په تړاو بشپړ معلومات وړاندي سول.
ورپسې د وزارتونو او امارتي ادارو له استازو سره د هغوی د عوایدي وضعیت، فرصتونو او ستونزو په اړه بحث وسو او پر دې ټینګار وسو، چي د پراختیايي پروژو پلي کول د هیواد د پرمختګ له پاره اړین ګام دئ.
په پای کي د لوی اقتصاد، خزاینو، زېربنا او ملي بودیجې ریاستونو له خوا د وزارتونو او امارتي ادارو استازو ته د بودیجې د پلان جوړوني او لګولو په اړه لازمي سپارښتني هم وسوې.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS