د ګمرکونو لوی رئیس د ننګرهار له والي او یو شمېر سوداګرو سره وکتل!

org_admin
Tue, Jan 14 2025 11:05 AM
..............

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رئیس مولوي محمد حامد احمد د یوه تخنیکي پلاوي په مشرۍ ننګرهار ولایت ته رسمي سفر وکړ او هلته ئې د ننګرهار او تورخم ګمرکونو د چارو تر ارزوني وروسته، د یاد ولایت له والي حاجي ملا محمد نعيم اخوند او یو شمېر سوداګرو سره هم وکتل.
په دې لیدنو کي دواړو لوریو سوداګرو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو او د ګمرکي چارو د لا ښه والي په موخه د دوه اړخیزي همکارۍ او همغږۍ پر لا زیاتېدو خبري وکړې.
 همدارنګه ښاغلي احمد د ننګرهار له سوداګرو سره په لیدنه کي د هغوی ستونزي واورېدې او ډاډ ئې ورکړ، چي سته امکاناتو او اصولو ته په کتو سره به د دوی ستونزو ته رسېدنه وکړي. همداراز نوموړي، مسؤلینو ته د چارو د لا ښه والي سپارښتني هم وکړې.
د یادوني وړ ده، چي د ګمرکونو لوی ریاست پلاوی د ګمرکونو د ارزوني په موخه بېلابېلو ولایتونو ته سفرونه کړي او ترڅنګ ئې د سوداګرو او مسئولینو ستونزي له نیږدې اورېدلي دي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS