د خوست په ګمرک کي د (۱۰۵) میلیونه افغانیو په ارزښت د موټرونو تم ځای جوړ سو!

org_admin
Wed, Dec 25 2024 1:17 PM
............

د مالیې وزارت له لوري د هیواد په ګمرکونو کي د بېلابېلو پراختیایي پروژو د عملي کولو په دوام؛ د دغه وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د (۱۰۵) میلیونه افغانیو په ارزښت د خوست په محصولي ګمرک کي د موټرونو له پاره معیاري تم ځای جوړ او ګټي اخیستني ته وسپاره.
د موټرونو دغه تم ځای په (۱۴) جریبه ځمکه کي جوړ سوی او پر یوه وخت د (۳۰۰) بار وړونکو موټرونو د درېدو وړتیا لري.
د موټرونو په دې تم ځای کي په اساسي ډول کانګرېټ اچول سوی، چي د اور وژني او د برېښنا سیسټمونه هم پکښې فعاله سوي دي.
د دغه پروژې ټول لګښت د مالیې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه ورکول سوی دئ او رغنیزي چاري ئې هم د یوه افغاني شرکت له لوري په (۸) میاشتو کي بشپړي سوي دي.
د یاد تم ځای په جوړېدو سره موټر چلوونکو، سوداګرو او د خوست ګمرک کارکوونکو ته په بېلابېلو برخو کي ګڼي اسانتیاوي برابري سوي دي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS