د کندوز ګمرک ۵۲ تنه کارکوونکي له یو میاشتني روزنیز پروګرام څخه فارغ سول!

syllab_admin
Mon, Nov 04 2024 3:47 PM
............

د کندز ګمرک (۵۲) تنه کارکوونکو ته د ګمرکي چارو په تړاو جوړ سوی یو میاشتنی روزنیز پروګرام پای ته ورسېد او ګډونوالو ته ئې تصدیق پاڼي ووېشل سوې.
په همدې تړاو جوړه سوې غونډه کي د کندوز ګمرک مسئولینو او کارکوونکو ګډون کړی وو.
مسئولینو له کارکوونکو څخه وغوښتل، چي په یاد روزنیز پروګرام کي له ترلاسه سويو زده کړو څخه په اړوندو کاري برخو کي اعظمي ګټه واخلي، چاري په پوره ریښتینولۍ سره ترسره کړي او په راتلونکي کي هم د ورته پروګرامونو په تعقیبولو سره خپل کاري ظرفیتونه لا لوړ کړي.
د یادوني وړ ده، چي په دغه روزنیز پروګرام کي ګډونوالو ته د ګمرکونو د قانون، ګمرکي پروسیجرونو، ملکي خدماتو قانون او نورو اړوندو تقنیني او ګمرکي سندونو په تړاو روزنه ورکړل سوه.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS