د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو نوی معین معرفي سو!

syllab_admin
Tue, Oct 22 2024 3:22 PM
..........

 

الحاج مفتي عبدالمتین سعید، چي د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د حکم پر اساس د ګمرکونو او عوایدو د معین په توګه ټاکل سوی وو، د ګمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کي د ترتیب سوو مراسمو په ترڅ کي د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخوند لخوا د مالیې وزارت مسئولینو او کارکوونکو ته رسماً ور معرفي سو.

د ګمرکونو او عوایدو معین د معرفت په دغو مراسمو کې د مالیې وزیر په شمول د دغه وزارت یو شمېر رئیسانو او مسئولینو هم ګډون کړی وو.

د مالیې وزیر د خپلو خبرو په ترڅ کي د دغه وزارت مسئولینو ته وویل، چي په خپلو مسئولیتونو پام ساتئ، داسي نه، چې ستاسي پوسټ او ارزښمند ځای کي بدلون راسي. په خپلو پوسټونو څخه د نظام د پياوړتيا لپاره ګټه پورته او خلکو ته د پام وړ خدمتونه وړاندي کړئ، هغه زیاته کړه، چي خپل مسئولیتونه په صداقت او اخلاص پر مخ یوسئ او د ولس غوښتني په ورین تندي واورئ او په وخت سره رسېدنه ورته وکړئ.

د عوایدو او ګمرکونو نوي معین د افغانستان اسلامي امارت د رهبرۍ او د مالیې وزارت له باور څخه مننه وکړه او زیاته ئې کړه، چي راسپارل سوی ځای او پوسټ به هیڅکله د نظام د پیاوړتیا او خلکو ته د خدمت لپاره زموږ په چلند کې بدلون را نه ولي. موږ تل راسپارل سوي مسئولیتونه په پوره ایماندارۍ او صداقت پرمخ وړي دي، له دې وروسته به هم خپل راسپارل سوی مسئولیت په ټول توان او اخلاص سره ترسره او خلکو ته د اسانتیاوو برابرولو او د نظام د اهدافو د تحقق په برخه کي به له هیڅ راز هلو ځلو ډډه ونه کړم.

هغه له مسئولینو وغوښتل، چي د مالیې وزارت د موخو د ترلاسه کولو په برخه کي همکاري وکړي.

د يادوني وړ ده، چي الحاج مفتي عبدالمتين سعيد تر دې وړاندي د ګمرکونو د لوی رئيس په توګه دنده ترسره کوله، چي د نوموړي تر رهبرۍ او مدیریت لاندي د ګمرکونو چاري غوره پرمخ رواني او خلکو ته په ښه ډول خدمات وړاندي کېدل.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS