د مستوفیتونو د ټکنالوژۍ مدیرانو له پاره د"Hardware and Network" تر سرلیک لاندي روزنیز پروګرام جوړ سو

syllab_admin
Sun, Oct 20 2024 12:10 PM
..........


د مالیې وزارت د بشري سرچینو ریاست د ولایتي مستوفیتونو د ټکنالوژۍ مدیرانو له پاره د"Hardware and Network"  تر سرلیک لاندي روزنیز پروګرام جوړ کړ.
په هغه ناسته کي، چي په همدې موخه د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ د غونډو په تالار کي جوړه سوې وه، د ارتباطي او معلوماتي ټکنالوژۍ رئيس انجنير عمران احمد فرهان، د دعوت او ارشاد رياست مدرس او کفیل مفتي رحیم الله عرفان او د مالیې وزارت یو شمېر مسئولینو ګډون کړی وو.
د ارتباطي او معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس د دغه پروګرام په پرانیستې وینا کي وویل، چي دا به ستاسي د ظرفیت لوړوني له پاره لومړی او وروستی پروګرام نه وي، موږ په پام کي لرو، چي ستاسي لپاره انلاین پروګرامونه هم جوړ کړو؛ ترڅو په دې برخه کي مو ستونزي هواري او کارونه په احسن ډول پرمخ ولاړ سي. د دې ډول پروګرامونو په جوړولو سره نه یوازي امارتي ادارو بلکي په خصوصي برخو کي به هم تاسي ته کاري زمینې برابري سي.
هغه له ګډونوالو څخه وغوښتل، چي ټول درسونه په جدي توګه تعقیب او خپله مسلکي پوهه لا لوړه کړي.
د دعوت او ارشاد ریاست مدرس او کفیل په خپلو خبرو کي وويل، چي د دې پروګرام موخه د مهارتونو زده کړه او خلکو او نظام ته د غوره خدمتونو وړاندي کول دي، چي تاسي ته ډېر ثواب پکښې پروت دئ. زموږ د پیغمبر په یوه روایت کي راغلي؛ که یو څوک د یو کس اړتیاوي پوره کړي، لوی رب به د هغه کس اړتیاوي ور پوره کوي. تاسي له هغه پوهي څخه په استفادې، چي ترلاسه کوئ ئې، د خلکو ستونزي حل او هغوی ته غوره خدمتونه وړاندي کوئ، چي په بدل کي ئې بیا دنیوي او اوخروي اجرونه ترلاسه کوئ.
د یادوني وړ ده، چي دغه پروګرام به (۳) اونۍ دوام وکړي، چي په هغه کي به د هارډوير او شبکې"Hardware and Network"  اړوند ټول مسائل ګډونوالو ته تدریس سي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS