مالیې وزارت د یو شمېر دولتي ادارو لپاره په سلګونو زره جلده ارزښت لرونکي سندونه چاپ کړي دي

syllab_admin
Wed, Mar 13 2024 12:17 PM
..............

د مالیې وزارت له لوري د ټولو بودیجوي واحدونو سره د نږدې همکاریو سربېره په (۱۴۰۲هـ.ل) مالي کال کي دغه وزارت د خپلي پراختیایي بودیجې په مټ د یو شمېر دولتي ادارو د اړتیا وړ په سلګونو زره جلده ارزښت لرونکي (بهادار) سندونه چاپ کړي دي.
د مالیې وزارت له لوري په (۱۴۰۲) مالي کال کي د خوندي اسنادو د چاپ دولتي مطبوعې لپاره د (۲۹۵۴۵۰۰۰۰) میلیونه افغانۍ او د صکوکو دولتي مطبوعې لپاره (۴۵۸۴۰۹۶۹۹) میلیونه افغانۍ په نظر کي نیول سوي وې، چي پرې په دغه کال کي د (۱۱) وزارتونو او دولتي ادارو لپاره د اړتیا وړ سلګونه زره جلده ارزښت لرونکي سندونه چاپ سوي دي.
په دغو ارزښت لرونکو سندونو کي؛ د سوداګرۍ جوازونه، د صادراتو او وارداتو ضمیموي فورمونه، د صادراتو او وارداتو فورمونه، طبي جوازونه، د ویزو سټېکرونه، د پاسپورټ د تمدید سټېکرونه، د بارنامو کتابچې، د معاملاتو لارښود، د چاپیریال ساتني جواز، د دولسم ټولګیو شهادتنامې، د پوهنتونونو ټرانسکریپټ او ډیپلومونه، د مسلکي زده کړو د ادارې ډیپلومونه او شهادتنامې، د رسنیو جواز، د ټي ۲ فورمې او د بررسي او قوانینو جوازونه شامل دي، چي د یادو مطبوعو له لوري په معیاري بڼه چاپ سوي دي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS