د روان کال د مرغومي په میاشت کي د هیواد د سترو ګمرکونو چاري د تېر کال همدې مودې په پرتله غوره و ارزول سوې!

admin_mof
Sun, Feb 11 2024 11:16 AM
..............

 

د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ، د روان مالي کال د مرغومې په میاشت کي د ګمرکونو د وضعیت ارزوني په موخه تخنیکي ناسته د ګمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کي جوړه سوه.
په دې ناسته کي د ګمرکونو لوی ریاست مرستیالانو، یو شمېر رئیسانو او د ویډیو کنفرانس له لاري د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو ګډون کړی وو.
په پیل کي د ګمرکونو لوی رئیس ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د یوې کیلي موټرو د ثبت او محصول پروسې، په ګمرکونو کي له ټاکلي وخت څخه د زیات کار کولو، ضبطي توکو، له هیواد څخه د بېرته تلونکو کانټینرونو او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو ته لازمي سپارښتني وکړې.
ور پسې د ګمرکونو لوی ریاست د پلان جوړوني، پالیسۍ، څارني او ارزوني رئیس ښاغلي محمد وسیم عثمان له لوري د مرغومي په میاشت کي په ګمرکونو کي د تر سره سوو فعالیتونو په تړاو ټولیز راپور وړاندي سو او همداراز په دې موده کي د عوایدو راټولېدو، د هیواد په ټولو ګمرکونو کي د تر سره سوي سوداګرۍ، د وارداتي توکو د ګمرکي ارزښت او د سوداګریزو محمولو د شمېر او ثبت سوي وزن په اړه ګډونوالو ته بشپړ معلومات وړاندي کړل، چي په دې راپور کي د هیواد د سترو ګمرکونو چاري د تېر کال د همدې مودې او د روان کال د لېندۍ میاشتې په پرتله مثبتي ښودل سوي دي.
همدا شان ګډونوالو د مرغومي میاشتي د راپور په اړه هر اړخیز بحث وکړ او د چارو د لا ښه والي لپاره ئې د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو ته لازمي سلا مشورې ورکړې.
د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو هم په خپل وار سره په خپلو اړوندو کاري برخو کي د شته ستونزو یادونه وکړه، چي د ګمرکونو لوی ریاست د رهبرۍ له لوري ئې د ژر تر ژره حل کېدو ډاډ ورکړل سو.
د یادوني وړ ده، چي د ګمرکونو لوی ریاست په میاشتني، ربعوار او کلني ډول د ټولو ګمرکونو تخنیکي ارزونه کوي، څو شته ستونزو ته پر خپل وخت رسېدنه وسي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS