د پلټني، کاري پروسو، سیسټمونو او اړونده قوانینو په تړاو روزنیز پروګرام پیل سو!

admin_mof
Wed, Feb 07 2024 3:35 PM
................

 

د دوامداره پرمختګ او مسلکي پراختیا په موخه، د مالیې وزارت کورنۍ پلټني لوی ریاست د دې ادارې کارکوونکو ته د پلټني، کاري پروسو، سیسټمونو او اړونده قوانینو په تړاو یو میاشتنی روزنیز پروګرام د مالیې وزارت په خیبر هال کي پیل کړ.
د پروګرام په پیل کي د کورنۍ پلټني لوی رئیس انجنیر عبداللطیف خالد د پروګرام ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د روزنیزو پروګرامونو د ارزښت او ګټو په اړه خبري وکړې او د مسلکي ظرفیت لوړوني لپاره ئې دا ډول پروګرامونه خورا مهم وبلل.
ښاغلي خالد له کارکوونکو څخه په ټینګه وغوښتل، چي په پوره لېوالتیا د ظرفیت لوړوني په پروګرامونو کي ګډون وکړي، خپلي نیمګړتیاوي رفع او مسلکي وړتیاوي لا پیاوړي کړي.
ورپسې د کورنۍ پلټني لوی ریاست اړوند د شتمنیو پلټني او بودیجوي واحدونو د ظرفیت لوړوني رئیس قاضي شېرزمان بلوچ د یاد روزنیز پروګرام د محتویاتو او درسي پلان په اړه جزئیات وړاندي کړل او له ګډون کوونکو څخه ئې وغوښتل، چي په دغه رونیز پروګرام کي فعاله ونډه واخلي ترڅو ئې اغېزمنتیا لا ډېره ګټوره تمامه سي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS