د سوېل لویدیځ زون د مستوفیتونو مالي برخي کارکوونکو ته انلاين روزنيز پروګرام جوړ سو

admin_mof
Sun, Dec 03 2023 4:19 PM
خبر

د مالیې وزارت د بشري سرچینو ریاست د سوېل لویدیځ زون (هرات، فراه، نیمروز او بادغیس) مستوفیتونو د مالي برخي کارکوونکو لپاره د مالي مدیریت او د جنسي او نغدي محاسبې د تعلیماتنامې په برخه کي انلاین روزنیز پروګرام جوړ کړ.
په دغه ناسته کي، چي د مالیې وزارت اداري معینیت د کنفرانسونو په تالار کي جوړه سوې وه، د بشري سرچینو رئیس مولوي احمدشاه شاکر په خپلو خبرو کي وویل، موږ تل هڅه کړې، چي د حضوري او غیري حضوري (انلاین) پروګرامونو په جوړولو سره ستاسو (د مالیې وزارت د کارکوونکو) مسلکي ظرفیتونه لوړ کړو. تاسي باید له دغه جوړ سوي پروګرام څخه په ګټي اخیستني خپلي مسلکي وړتیاوي لوړي او خپل مسؤلیتونه په احسن ډول مخته یوسئ، که خپلو مسؤلیتونو ته پام ونه کړئ او خپلي وړتیاوي لوړي نه کړئ، دغه ټولي هڅي، چي ستاسو لپاره ئې ترسره کوو، عبث او بې ګټي تمامېږي.
وروسته بیا مالي او حسابي رئیس احمدشاه احمدزي په خپلو خبرو کي وويل، چي د مالیې وزارت په افغانستان کي تر ټولو باوري اداره او مستوفیتونه په ولایتونو کي د مالیې وزارت استازولي ګڼل کېږي، چي په ولایتونو کي د دولت لګښتونه مدیریت کوي. که غواړئ، چي د مالیې وزارت عزت او ځای خوندي پاته سي؛ نو له دغه زرین فرصت څخه چي تاسو ته برابر سوی ګټه پورته کړئ او خپلو مهارتونو ته پراختیا ورکړئ. د عامه لګښتونو قوانین، د تدارکاتو قوانین او طرزالعملونه په دقت ولولئ.

خبر

د یادوني وړ ده، چي دغه روزنیز پروګرام به (۵) ورځي دوام وکړي، چي د مالیې وزارت موخي او ستراتیژیک پلانونه، د مالي او حسابي ریاست چاري، د بودیجې جوړښت، د جنسي محاسبې طرزالعملونه، د جنسي محاسبې فورمې او نور اړین موارد به ګډونوالو ته پکښي تشرېح سي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS