د ډنډپټان په ګمرک کي د شاوخوا (۴۴) میلیونه افغانیو په ارزښت د رغنیزو پروژو چاري پیل سوې

admin_mof
Sat, Nov 11 2023 2:41 PM
خبر

د ګمرکونو لوی ریاست سوداګرو ته د اسانتیا رامنځته کولو او د دوی ستونزو ته د رسېدو په موخه د پکتیا ولایت د ډنډپټان په ګمرک کي د (۴۳.۷) میلیونه افغانیو په ارزښت د رغنیزو پروژو پرانېسته وکړه.
په یادو پروژو کي د ډنډپټان په ګمرک کي د دوه بابه هنګرونو جوړېدل، د ګمرک د اړوندي ساحې هموار کاري، د یاد ګمرک د احاطې او استنادي دیوالونو جوړېدل شامل دي، چي چاري ئې د ګمرکونو لوی ریاست د حمایت او پراختیا رئیس ښاغلي محمد موسی عمر په مشرۍ له مرکز څخه د تللي پلاوي، د پکتیا ولایت امنيه قوماندان مولوي محمد عمر مخلص، د ولایت مقام استازي قاضي ثواب جان اسلام يار، د اطلاعات او کلتور رئيس، د دندپټان ولسوال او امنیه قوماندان او د ډنډپټان کمیسار له لوري په رسمي ډول پیل سوې.
د یادوني وړ ده، چي د یادو پروژو بودیجه د مالیې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه تمویلېږي او چاري به ئې د یوه کال په موده کي بشپړي سي، چي له دې سره به سوداګرو ته د اسانتیاوو رامنځته کېدو تر څنګ د یاد ګمرک چاري لا چټکي او کارکوونکو ته به ئې هم اسانتیاوي رامنځته سي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS