د ماليې وزارت اړوند د کابل مرکزي سېلو په تورخم کي راستانه سوو ګډوالو ته د ورځي (۳۰) زره وچه ډوډۍ برابروي!

admin_mof
Mon, Nov 06 2023 3:32 PM
خبر

د افغانستان اسلامي امارت په ټول قوت سره هڅه کوي، چي د افغان کډوالو ستونزو ته پر وخت او په ښه ډول رسېدنه وکړي، چي اوسمهال د پاکستان هیواد څخه په جبري توګه د راستانه سوو هیوادوالو وضعیت ته د رسیدني، هغوی ته د سرپنا‌ء، د خوراکي او روغتیایي توکو د برابرولو په موخه ګډې کمیټي جوړ سوي او په کار ئې پیل کړی دئ.
پر همدې بنسټ د مالیې وزارت اړوند د کابل مرکزي سېلو د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت سره په همغږۍ په تورخم کي میشت افغان کډوالو ته د وچي ډوډۍ برابرولو مسؤلیت پر غاړه اخیستی، چي په ورځني ډول راستانه سوو ګډوالو ته تر (۳۰) زرو پوري وچه ډوډۍ برابروي.
د مالیې وزارت د مرکزي سېلو رئیس مولوي نصرالله منصور وایي، چي له پاکستان څخه په جبري توګه ایستل سوي افغان کډوال، چي د ژمي د یخ موسم په درشل کي هیواد ته راستنېږي، له هغوی سره مرسته کول خپل دیني، انساني او ملي مسؤلیت بولي او په دې برخه کي د کډوالو د بشپړ ځای پر ځای کېدلو پوري به د مرکزي سېلو له لوري دوی ته د وچي ډوډۍ برابرولو پروسه دوام ولري او همدا راز هڅه کوي، تر څو کډوالو ته نور اړین خوراکي توکي هم برابر کړي.
د کابل مرکزي سېلو په تېرو درو ورځو کي راستانه سوو کډوالو ته د (یولک) په شاوخوا کي وچه ډوډۍ استولې او وېشلي ده، همدا راز د یادي سېلو له لوري تورخم ته د ډوۍ پخولو داشونه، وسایل او پرسونل استول سوی دئ، چي په نږدې وخت کي به په تورخم کي د ډوډۍ پخولو پروسه پیل کړي.

خبر

د یادوني وړ ده، چي د کابل مرکزي سېلو د اسلامي امارت له بیا حاکمیت وروسته د مالیې وزارت د رهبرۍ د هڅو په پایله کي فعاله سوه، چي اوسمهال د غنمو د زېرمه کولو، په لوړ کیفیت سره د اوړو د تولید، د وچي ډوډۍ، ناشتا، روټ، کیک او کلچو د پخولو په برخو کي فعالیت کوي او تر څنګ ئې په دغه سېلو کي له (۴۰۰) څخه زیاتو هیوادوالو ته د کار زمینه برابره سوې ده.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS