د بودیجې د اجرا، تخصیصاتو (مالي پلان) او (م ۱۶) په تړاو د ۲۱ باب، عادي بودیجې لارښود ورکشاپ ترسره سو

admin_mof
Wed, May 17 2023 5:28 PM
خبر

 

د ملي بودجې لوی ریاست د مالیي وزارت په خیبر هال کي د بودیجې د ثبت او اجرا، تخصیصاتو (مالي پلان) او (م ۱۶) په تړاو د ۲۱ باب، عادي بودیجې تر عنوان لاندي د افغانستان اسلامي امارت د وزارتونو او خپلواکو ادارو مالي او بودیجې برخي مسئولینو ته لارښود ورکشاپ پیل کړ.
د پروګرام په پیل کي د ملي بودجې د پلان او ریفورم رئیس پوهنمل غلام عمر عبدالله د عادي بودیجې په ځینو فصلونو کي د نویو بدلونونو او د معاشاتو د فصلونو په ۲۱م باب کي د پروژې رامنځ ته کولو، اسانتیاوو برابرۍ او د معاشاتو د اجرا لپاره د ټولو فصلونو د ثبتولو او همدارنګه د کره راپور ورکوني او د معاشونو د لګښتونو د کنټرول په اړه خبري وکړې او ګډونوالو ته یې د همدغه نوي ریفورم د ارزښت په تړاو بشپړ معلومات وړاندي کړل.
ورپسې هغه نوي فورمې او کوډونه چي د ملي بودجې او د خزاینو لویو ریاستونو په سیسټمونو کي رامنځته سوي دي، د ملي بودجې د اجرا برخي کارپوه محترم فردین احمدي او د خزاینو لوی ریاست د افمیس سیسټم د پراختیا مسئول قاري ریاض احمد له لوري تشریح سول.

خبر

د پروګرام په پای کې د ملي بودجې او خزاینو لویو ریاستونو د مسئولینو له خوا د ګډونوالو پوښتنو ته ډاډمن ځوابونه ورکړل سول.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS