د ګمرکونو لوی رئیس د یو شمېر ټرانزیټي شرکتونو له استازو سره وکتل

admin_mof
Tue, May 02 2023 4:57 PM
خبر

د ګمرکونو لوی رئیس مفتي عبدالمتین سعید د یو شمېر ټرانزیټي شرکتونو له استازو سره د ګمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کي وکتل.

په دې کتنه کي، چي د ګمرکونو لوی ریاست تخنیکي او عملیاتي مرستیالانو او یو شمېر رئیسانو هم ګډون کړی وو، په پیل کي د ټرانزیټي شرکتونو استازو له ګاونډیو هیوادونو په ځانګړي ډول له پاکستان هیواد سره او د ګمرکونو په ګډون د اړوندو داخلي ادارو له لوري د شته ستونزو یادونه وکړه او د ګمرکونو له لوی رئیس څخه ئې د حل غوښتنه وکړه.

دوی وویل، چي که په یادو برخو کي ئې ستونزي حل کړای سي د افغانستان له خاوري به د بهرني ټرانزیټ کچه نوره هم زیاته سي.

د ګمرکونو لوی رئیس د دوی د ستونزو له اورېدو وروسته وویل، چي زموږ هڅه داده څو له ټولو ممکنه لارو په ګټي اخیستنې سره د افغانستان له لاري د بهرني ټرانزیټ کچه لوړه کړو، له یوې خوا به دولت ته عواید راسي او له بلې خوا به هیوادوالو ته د کار زمینه برابره سي.

نوموړي د یادو شرکتونو استازو ته ډاډ ورکړ، چي له ګاونډیو هیوادونو په ځانګړي ډول له پاکستان هیواد سره به د حل په موخه شته ستونزي په رسمي ډول شریکي سي او له اړوندو داخلي ادارو او د ګمرک په برخه کي به هم ستاسو ستونزو ته ژر رسېدنه وسي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS