له دې وروسته افغانستان ته یوازي له ۲۰۰۵ څخه لوړ ماډل موټر واریدېدای سي

admin_mof
اطلاعیه

د افغانستان اسلامي امارت د اقتصادي کمېسیون په تائید او د کابینې په منظوري له دې وروسته هیوادوال کولای سي، چي له ۲۰۰۵ ماډل څخه نیولې بیا تر وروستي (۲۰۰۵ – ۲۰۲۳) ماډل موټرو پوري، چي د افغانستان د ترافیکو سیسټم سره مطابقت ولري، په قانوني ډول هیواد ته وارد کړي.

له ۲۰۰۵ ماډل څخه ښکته (۲۰۰۲،۲۰۰۳،۲۰۰۴) موټرو ته په هیڅ ډول د واردولو اجازه نه ورکول کېږي.

د یادوني وړ ده، چي تر دې وړاندي یوازي د وروستي لسو کلونو (۲۰۱۴ – ۲۰۲۳ ) ماډل موټرو ته هیواد ته د واردولو اجازه ورکول کېده.

 

وروستي اعلانونه

Back to announcements