د هوټلونو له استازو سره مشورتي ناسته وسوه

admin_mof
Mon, Apr 17 2023 3:05 PM
خبر

په هیواد کي د هوټلونو او رسټورانټونو د فعالیتونو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د مسؤلینو او هوټلونو د استازو ترمنځ ګډه مشورتي ناسته وسوه.

په همدې تړاو جوړه سوې غونډه کي د عوایدو لوی ریاست عملیاتي مرستیال معراج محمد معراج، د مالیه ورکونکو رئیس عبدالقیوم نصیر او د عوایدو لوی ریاست د حقوقي خدمتونو رئیس ندا محمد صدیقي او د هوټلونو استازو ګډون کړی وو.

د عوایدو لوی ریاست د مالیه ورکونکو رئیس عبدالقیوم نصیرګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: د مالیې وزارت مسؤلیت دا دئ، ترڅو د هیواد د ټولو پانګوالو ستونزي واوري او هغوی ته په اړوند برخو کي لازمي اسانتیاوي رامنځته کړي. ښاغلي نصیر د پانګوالو مسؤلیتونو ته په اشارې زیاته کړه، چي اوسمهال په هیواد کي امنیت ټینګ سوی او په ټولو برخو کي د کاروبار او پانګوني ښه فرصتونه برابر سوي دي، نو پانګوال هم باید ولس ته ښه خدمتونه وړاندي کړي او تر څنګ ئې مالیات پر وخت د هیواد بیت المال ته وسپاري.

ورپسې د هوټلونو استازو خپلې ستونزي شریکي کړې، د ستونزو له اورېدو وروسته د عوایدو لوی ریاست عملیاتي مرستیال معراج محمد معراج خبري وکړي او ډاډ ئې څرګند کړ، چي یادو سوو ټولو ستونزو ته به رسېدنه کېږي. ښاغلي معراج وویل، چي مالیې وزات د پانګوالو لپاره لازمي اسانتیاوي برابري کړي، چي له جملې ئې پر اصنافو د مالیې نورم له(۱،۵) سلني څخه (۰،۵) سلني ته ټیټول یوه بېلګه ده، نوموړي همدا راز غوښتنه وکړه، چي پانګوال باید د مالیاتي کتمان څخه ډډه وکړي او خپله مالیه په خپل وخت د دولت خزانې ته تحویل کړي.

په پای کي د هوټلونو له استازو غوښتنه وسوه، چي د خپلو ټولو مالیاتي ستونزو اړوند یوه معقوله طرحه جوړه او د مالیې وزارت سره ئې شریکه کړي، تر څو ستونزو ته په سمه توګه رسېدنه وسي.

Latest news

Sun, Jun 29 2025 2:09 PM
Background image

MoF Leads 5 Key IEA – Ministers, 6 Other Bodies for Important Decisions on Tariffs of Numerous Items to Promote Domestic Industry!

 

MoF Leads 5 Key IEA – Ministers, 6 Other Bodies for Important Decisions on Tariffs of Numerous Items to Promote Domestic Industry

 

The third meeting of the ‘Tariff Committee’ for. . .

Thu, May 29 2025 10:37 AM
Background image

MoF’s Statement: World Bank Disburses Its Outstanding $50 mln Loans!

As a result of continuous communication process and discussions on behalf of MoF with the representatives of World Bank (WB), the WB has opened its office in Kabul, and it is now fully. . .

Sun, Apr 13 2025 3:01 PM
Background image

Deputy Minister of Policy of MoF Discusses Bilateral Economic Cooperation with Iranian Delegation!

Deputy Minister of Policy of MoF Discusses Bilateral Economic Cooperation with Iranian Delegation

•    Eng. SM Zubair and M. Reza Nazari emphasized for strengthening bilateral economic. . .

BACK TO NEWS