د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست، اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د پالیسیو ریاست او مالیې وزارت په همغږۍ؛ د کارکونکو د کړنو او اجراآتو د ارزوني درې ورځنی ورکشاپ پیل سو.

admin_mof
Tue, Apr 11 2023 3:36 PM
خبر

د پروګرام په پرانیستنه کي د مالیې وزارت کفیل ملا محمد ناصر اخند، د چارو ادارې د ملکي خدمتونو حقوقو او پالیسیو چارو رئیس سید مسعود مخلص، د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو د حقوقو او پالیسیو مرستیال الحاج ویس الدین ویس، د مالیې وزارت د بشري سرچینو رئیس مولوي احمد شاه شاکر او د اړوندو ادارو یو شمېر رئیسانو او کارکونکو ګډون کړی وو.

د مالیې وزارت کفیل ملا محمد ناصر اخند وویل: چي دغه شان روزنیز ورکشاپونه ډېر مهم دي او ښه به و، چي له وړاندي په لاره اچول سوي وای. ده زیاته کړه، چي دغه روزنیز ورکشاپ یواځي د ملکي خدمتونو کارکونکو لپاره نه؛ بلکي د ټولو دولتي ادارو او خلکو لپاره ګټور تمامېږي.

ښاغلي سید مسعود مخلص، د دغه روزنیز ورکشاپ په پرانیست غونډه کي د یادي ادارې د تشکیل او لاسته راوړنو تر څنګ وویل: چي دغه روزنیز ورکشاپ د ملکي خدمتونو کارکونکو د ظرفیت لوړولو، د اجراآتو د ګټورتوب، او د یوې مسلکي او ځواب ویونکي ادارې رامنځته کولو په موخه په لاره اچول سوي دی.

خبر

ښاغلي ویس الدین ویس وویل: چي د دې ورکشاپ اساسي موخه خلکو ته د ښو خدمتونو وړاندي کول دي او د ملکي خدمتونو اداره د کارکونکو د ظرفیت لوړولو په موخه له ټولو ادارو سره د هر ډول همکاریو لپاره چمتوالی لري.

Latest news

Sun, Jun 29 2025 2:09 PM
Background image

MoF Leads 5 Key IEA – Ministers, 6 Other Bodies for Important Decisions on Tariffs of Numerous Items to Promote Domestic Industry!

 

MoF Leads 5 Key IEA – Ministers, 6 Other Bodies for Important Decisions on Tariffs of Numerous Items to Promote Domestic Industry

 

The third meeting of the ‘Tariff Committee’ for. . .

Thu, May 29 2025 10:37 AM
Background image

MoF’s Statement: World Bank Disburses Its Outstanding $50 mln Loans!

As a result of continuous communication process and discussions on behalf of MoF with the representatives of World Bank (WB), the WB has opened its office in Kabul, and it is now fully. . .

Sun, Apr 13 2025 3:01 PM
Background image

Deputy Minister of Policy of MoF Discusses Bilateral Economic Cooperation with Iranian Delegation!

Deputy Minister of Policy of MoF Discusses Bilateral Economic Cooperation with Iranian Delegation

•    Eng. SM Zubair and M. Reza Nazari emphasized for strengthening bilateral economic. . .

BACK TO NEWS