د مستوفیتونو دولتي املاکو مدیرانو ته روزنیز پروګرام پیل سو

admin_mof
Tue, Apr 04 2023 2:03 PM
خبر

د مالیې وزارت د بشري سرچینو ریاست له لوري او د دولتي املاکو لوی ریاست په همکارۍ د دولتي املاکو د حفظ او مراقبت مدیرانو، د مازادو دولتي املاکو مدیرانو او د دولتي املاکو د تصفیې د ثبت مدیرانو ته انلاین روزنیز پروګرام د دغه وزارت په خیبرهال کي پیل سو.

په دغه پروګرام کي د بشري سرچینو رئيس مولوي احمد شاه شاکر، د ظرفيت لوړوني آمر محمد انس مجاهد او د یاد رياست يو شمېر کارکوونکو ګډون کړى و.

د دغه پروګرام په پرانیستنه کي مولوي احمدشاه شاکر د غونډي ګډونوالو ته وویل: مجازي روزنیز پروګرام نمایشي کار نه دئ، په حقیقت کي د کارکوونکو د ظرفیت لوړوني په موخه په لاره اچول سوی دئ؛ نو له دې پروګرامونو څخه اعظمي ګټه پورته کړئ، خپله مسلکي وړتیا او ظرفیت لوړ او دولتي املاک لا منظم او منسجم کړئ.

د بشري سرچینو د ظرفیت لوړوني آمر، محمد انس مجاهد د دعایې په ویلو سره دغه پروګرام پای ته ورساوه.

د یادوني وړ ده، چي دغه پروګرام به درې ورځي دوام وکړي او د ابتدايي چارو، د امارتي املاکو د ثبت، ساتني، پالني او نورو اړوندو موضوعات په اړه به تدریس پکښي وسي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS