خوندي اسنادو د چاپ دولتي شرکت د مدیره پلاوي ناسته وسوه

admin_mof
Thu, Mar 30 2023 12:38 PM
خبر

 

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج ملا محمد ناصر اخند په مشرۍ د خوندي اسنادو د چاپ دولتي شرکت د مدیره پلاوي غونډه وسوه.
په دغه ناسته کي، چي د مالیې وزارت د مقام د غونډو په تالار کي جوړه سوې وه، د خوندي اسنادو د چاپ دولتي شرکت د )۱۴۰۲( مالي کال د مالي او تدارکاتي پلانونو، د شرکت د تشکیل، د شرکت د دوهم او درېیم فازونو د پلان پر عملي کولو، د یاد شرکت د اجرائیه کمېټې د رئیس په مالي او تدارکاتي صلاحیتونو، د عملیاتي څانګي اساسي ماشین الاتو د حفظ او مراقبت پر پروژې، د کار، زده کوونکو او اضافه کارۍ پر موضوع او د (۱۴۰۰) کال د بیلانس پر منظوري هر اړخیز بحثونه وسول او د مدیره پلاوي د تخنیکي غړو له لوري په یادو ټولو برخو کي د چارو د لا ښه والي په موخه د اړینو چارو په ترسره کولو ټینګار وسو.
د دې ترڅنګ د خوندي اسنادو د چاپ دولتي شرکت مسؤلینو په ډاګه کړه، چي دغه شرکت د ارزښت لرونکو سندونو لکه پاسپورټ د چاپولو لپاره تخنیکي وسایل او ماشینونه لري، خو په دې برخه کي یوازي مالي تمویل ته اړتیا لري که مالي امکانات برابر سي؛ نو په یاد شرکت کي د پاسپورټ د چاپ بشپړ ظرفیت موجود دئ.
د مدیره پلاوي له لوري د (۱۴۰۲) کال لپاره د شرکت مالي او تدارکاتي پلان او تشکیل د تائید وړ وګرځول سو، د معاشونو د څرنګوالي او په ځینو نورو برخو کي له شرکت څخه د معقولو طرحو غوښتنه وسوه، تر څو د لا اصلاحاتو په موخه بیا کتنه پرې وسي.

خبر

په پای کي د یاد شرکت د چارو د لا ښه والي لپاره د اړینو اسانتیاوو په برابرولو او د (۱۴۰۲) مالي کال لپاره د شرکت د عوایدو په لوړولو او له اړتیا پرته لګښتونو څخه په مخنیوي ټینګار وسو.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS