د تیر کال په پرتله د کندهار ګمرک په عوايدو کي (۹۰) سلنه زیاتوالی راغلی

د مالیې وزارت مشرتابه د غوره مدیریت، فساد سره کلکي مبارزې، د ژمنو او مسلکي کسانو پر ګمارني او په ګمرکونو کي سوداګرو ته د اسانتیاوو برابرولو په پایله کي د روان مالي کال په لومړنیو (۱۰) میاشتو کي د کندهار ګمرک څخه ( ۱۱) میلیارډه او ۳۲۴ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي، چي د ۱۴۰۰ کال په پرتله (۹۰) سلنه زیاتوالی ښيي.