د روڼتيا نړيوال سازمان د راپور په تړاو د ماليې وزارت اعلاميه

admin_mof
Thu, Feb 02 2023 10:10 AM
خبر

د روڼتيا نړيوال سازمان په خپل خپاره سوي راپور کي ويلي: چي افغانستان د ا.ا.ا.  تر حاکميت لاندي په ( ۲۰۲۲ ) ميلادي کال کي، د فساد سره په مبارزه کي د روڼتيا ( ۲۴  ) مثبتي نومرې ترلاسه کړي او د ( ۱۸۰ ) هيوادونو په نوملړ کي ئې ( ۱۵۰ )  ځای خپل کړی دئ، په داسي حال کي، چي د ياد سازمان په نزد د ( ۲۰۱۷ ) ميلادي کال راهيسي  (۹۰  ) سلنه هيوادونو د فساد په منځه وړلو کي هيڅ کوم پرمختګ کړی نه دئ.

دا چي په نوملړکي افغانستان نسبت پخوا ته ښه پرمختګ کړی دئ او د ( ۱۷۴ ) مقام څخه و (۱۵۰  ) ته راکښته سوی؛ خو بيا هم  د ماليې وزارت  په افغانستان کي د روڼتيا او فساد سره د مبارزې په تړاو د ياد نړيوال سازمان خپاره سوي ارقام نيمګړي بولي او په دې برخه کي د دقيقي بيا کتني غوښتنه کوي.

دا چي د ماليې وزارت له لوري د نظام په ټولو مالي برخو کي روڼتيا رامنځته سوې او فساد محوه سوی، چي ورسره د ملي عوايدو کچه ورځ تر بلي د لوړېدو په حال کي ده او د هيواد اقتصاد مثبت خوځښت کړی، چي بېلګه ئې په دې وروستيو کي د نړيوال بانک له لوري هم وړاندي سوه؛ نو د روڼتيا نړيوال سازمان څخه هم غوښتنه کوو؛  تر څو په افغانستان کي موجوده واقيعتونو ته په کتو سم معلومات خپاره کړي او نړۍ ته د افغانستان رښتينی روښانه انځور وړاندي کړي.

د ماليې وزارت د روڼتيا پر نړيوال سازمان او ورته نورو سازمانونو غږ کوي؛ تر څو د نامعلومو سرچينو څخه د ناسمو معلوماتو د اخيستلو پر ځای  راسي او له نږدې څخه په افغانستان کي د فساد سره د مبارزې په تړاو څېړنه وکړي او کره معلوماتو ته د نړيوالو اصولو سره سم انعکاس ورکړي، چي په دې برخه کي موږ هري اصولي او لازمي همکاری ته هم اماده يوو.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS