د ولايتي عوايدو د همغږۍ او پراختيا رئيس ننگرهار ولايت ته سفر وکړ

admin_mof
Tue, Jan 24 2023 2:43 PM
خبر

د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست د ولايتي عوايدو د همغږۍ او پراختيا رئيس حافظ شاه حسين حسيني، ننگرهار ولايت ته د عوايدي پلان د تحصيل په موخه سفر وکړ.

نوموړي د ننګرهار ولایت د مستوفیت له مسؤلینو او کار کوونکو سره د لیدني ترڅنګ د ننگرهار مستوفي مولوي محمد فاروق انصاري پشه‌ يي د مستوفيت د اداري چارو د کړنو او عوايدو راپور هم واورېده. ښاغلي انصاري پشه یي په خپلو خبرو کي وويل، چي موږ د کارونو د ښه‌ والي او چټکوالي په موخه په ټولو برخو کي جدي کار کوو، تر څو ټاکل سوي اهداف پر خپل وخت تر لاسه کړو.

ښاغلي حافظ شاه حسين حسيني، د ټولو کارکوونکو له کړنو د منني ترڅنګ وویل، چي د عوايدو را ټولول د نظام د مستحکمولو لپاره يوه اړينه ملي پروسه ده چي د ماليې وزارت کارکوونکي يې پر مخ وړي، په همدې اساس د ننگرهار مستوفيت د مالياتي او غيرمالياتي عوايدو د تحصيل لړۍ چي د مالي کال آخره ربعه ده، بايد چټکه کړي، تر څو ننگرهار مستوفيت ته ورکړل سوی پلان بشپړ سي. نوموړي د دغه مستوفیت کارکوونکو ته راتلونکي کي د چارو د لا ښه ‌والي په موخه اړيني لارښووني وکړې.

په پام کي ده، چي د ولايتي عوايدو د همغږۍ او پراختيا رئيس د ولايتي مالياتي ادارو (مستوفيتونو) د چارو د څارني او ارزوني په موخه نورو ولايتونو ته هم سفرونه وکړي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS