خبرتیا! 

admin_mof
اطلاعیه

د مالیې وزارت د رهبري  د پرېکړي له مخي د هیواد په ګمرکونو کي د ډبرو سکرو د هر ټن صادرولو بیه له (90) امریکايي ډالرو څخه (200) ډالرو ته لوړه سوه.  

دا چي په نړیوال بازار کي د ډبرو سکرو بیي لوړي سوي دي د افغانستان د ګمرکونو قانون او د قیمت ګذارۍ کړنلاري سره سم د مالیې وزارت رهبرۍ د ډبرو سکرو د بیي لوړولو پریکړه وکړه او سر له نن څخه به د هیواد په ټولو ګمرکونو کي د پلي کېدو وړ وي.

د یادوني وړ ده، چي د ډبرو سکرو له صادراتو څخه اوس مهال (30) سلنه ګمرکي محصول اخیستل کیږي.

وروستي اعلانونه

Back to announcements