د کابل نړیوال هوایي ډګر د ګمرک خبرتیا!

admin_mof
اطلاعیه

ټولو محترمو دولتي ادارو، کورنیو مؤسسو، خصوصي شرکتونو او انفرادي وګړو ته، چي خپل توکي یې د تضمیني سندونو په نوم له ګمرک څخه ایستلي او تر اوسه پوري یې د ګمرکي پړاوونو ترسره کولو لپاره بېرته را ستنېدنه نه ده کړې، که چېرته د دې خبرتیا د خپرولو له نېټې یا (۳۰) ورځو پوري د خپلو پاڼو د تصفیې لپاره حاضر نه سي یوزرونه به یې وتړل سي او ګمرکي فعالیتونه یې ځنډول کېږي.

همدا رنګه ټولو دولتي ادارو، کورنیو مؤسسو، خصوصي شرکتونو او انفرادي وګړو ته، چي له تېرو کلونو او د (۱۳۹۹) کال تر وروستیو پوري د کابل نړیوال هوایي ډګر په ګمرک کي د خپلو موجودو توکو د ګمرکي پړاوونو ترسره کولو ته نه وي راغلي، خبر ورکول کېږي، چي ژر تر ژره د کابل نړیوال هوایي ډګر له ګمرک څخه د خپلو توکو د تسلیمۍ لپاره حاضر او ګمرکي پروسه ترسره کړي، له دې پرته تر (۳۰) ورځو پوري یې د ګمرک د قوانینو او مقررو مطابق ټول توکي لیلام ته وړاندي کېږي، بیا د شکایت حق نه لري

وروستي اعلانونه

Back to announcements