مالیې وزارت سرپرست د هیواد د ګمرکونو او مستوفیتونو د کاري بهیر د ارزونو په لړ کي خوست او پکتیا ولایتونو ته سفر وکړ

admin_mof
Sun, Mar 06 2022 3:22 PM
خبر

 د مالیې وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري د یوه پلاوي په مشرۍ د هیواد د ګمرکونو او مستوفیتونو د کاري وضعیت د ارزونې او له نږدې د سوداګرو، مراجعینو  او کار کوونکو د ستونزو اورېدلو په موخه دا ځل خوست او پکتیا ولایتونو ته سفر وکړ.

د مالیې وزارت سرپرست د پکتیا له والي سره خبرو کې وویل: د را تګ موخه یې د ګمرکونو، مستوفیتونو او نورو عایداتي سرچینو د چارو ارزونه او له نږدې د کاري بهیر لیدنه، د مراجعینو، مالیه ورکوونکو او سوداګرو د ستونزو او وړاندیزونو اورېدنه، د عوایدو راټولو په برخه کي اړوندو مسؤلینو ته د دقیقي څارني او ارزوني لارښوونه، د مالیه ورکونکو لپاره د منظم سیستم له لاري د ملي عوایدو په غوره راټولو کي د اسانتیاوو رامنځته کول دي.

د مالیې وزارت سرپرست، د ټولو اړوندو برخو او مسؤلینو ستونزي، شکایتونه او وړاندیزونه له نږدې واورېدل او ټولو مسؤلینو ته یې هدایت وکړ، چي د عوایدو راټولو په برخه کي له پوره صداقت، او ایماندارۍ کار واخلي، له مراجعینو سره نېک چلند وکړي، ترڅو داهیواد د خپلو ملي عوایدو له درکه پر ځان بسیا سي او له پردیو هیوادونو مو د مرستي غوښتني لاسونه رالنډ سي. 

د یادونې وړده، چي څه باندې یوه اونۍ مخکي د مالیې وزارت سرپرست د تورخم ګمرک څخه له نږدې لیدنه کړې وه او مسؤلینو ته یې ورته سپارښتني کړي وې.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS