د امریکا د خزانه دارۍ (مالیې) وزارت د ۲۰ګڼي عمومي جواز په تړاو د افغانستان د مالیې وزارت اعلامیه!

admin_mof
Sat, Feb 26 2022 6:11 PM
۰بر

د امریکا متحده ایالتونو د خزانې(مالیې) وزارت سره د افغانستان د مالیې وزارت، بهرنیو چارو وزارت او د افغانستان مرکزي بانک رهبرۍ د پرله پسې او دوامداره هڅو په پایله کي د ۲۰۲۲ کال فبرورۍ په ۲۵مه نېټه د پراختیایي، سوداګریزو او بانکدارۍ د فعالیتونو اسانولو لپاره د ۲۰مي ګڼي عمومي جواز صادر کړ، چي لاندني موارد پکښي شامل دي:

-      له ټولو دولتي ادارو سره تعامل او همکاري؛

-      د مؤسسو، نړیوالو پراختیایي سازمانونو او همکارو هیوادونو لپاره (له بودیجې بهر) د پراختیایي  پروژو د فعالیتونو جواز، چي په ځمکني او هوایي سکټور کي د لېږد را لېږد، د زېربناوو پراختیا او لویو لارو حفظ او مراقبت، اوبو رسوني، برېښنا او انرژۍ او نور ګڼ عامه فعالیتونه پکښي شامل دي.

-      حکومتي ادارو ته د مالیو، ګمرکي محصول، خدمتونو فیس او د جوازونو فیس ورکړه او نور چي پر تمویلوونکو د فعالیتونو او بهرنیو او کورنیو پانګونو مخنیوی رفع کوي.

-      له ټولو هیوادونو څخه افغانستان ته بانکي لېږد او د دې بر عکس؛

-      سوداګریزي معاملې، چي افغانستان ته واردات او بهر ته صادرات پکښي شامل دي؛

-      په افغانستان کي د اقتصادي فعالیتونو د پیاوړتیا په موخه مالي او تخنیکي خدمتونه؛

-      د پوسټ فعالیتونو، پارسل او الکټرونیکي مکالمو خدمتونو جواز؛

د افغانستان اسلامي امارت د امریکا متحده ایالتونو د خزانه دارۍ (مالیې) وزارت له دې اقدام څخه چي د یوه مثبت بدلون څرګندویي کوي مننه کوي او هیله مند دئ، چي د امریکا متحده ایالتونه د لا ډېرو اسانتیاوو، شته بندیزونو د له منځه وړلو او د افغانستان مرکزي بانک د کنګل سویو پیسو د آزادولو په برخه کي هم ورته اقدام وکړي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS