د ماليې وزارت او لویې څارنوالۍ ترمنځ له حقیقي او حکمي اشخاصو د دولت د پورونو د اخیستلو هوکړه لیک امضا شو

admin_mof
Sat, Jul 17 2021 8:26 AM
خبر

د ماليې وزارت او لویې څارنوالۍ ترمنځ له حقیقي او حکمي اشخاصو د دولت د پورونو د اخیستلو هوکړه لیک امضا شو.

د دغه هوکړه لیک موخه د هېواد د نافذه قوانینو او مقرراتو تطبیق، د دولت له پوروړو د پورونو اخیستل، د دولت د عوایدو زیاتول، د پوروړو د هویت د پټولو مخنیوی او د مقروضینو د تشخیص بهیر روڼوالی بلل شوی دی.

د دغه هوکړه لیک د لاسلیک په موخه د ۱۴۰۰ لمریز کال د چنګاښ پر ۲۳ یوه غونډه د لویې څارنوالۍ د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې مرستیال قیس باوري او د ماليې وزارت د عوایدو او ګمرکاتو معین عالم شاه ابراهیمي په حضور ترسره شوه.

د دغه هوکړه لیک پر اساس، اړوند ادارې مکلفې دي چې د هېواد د نافذه قوانینو له مخې له سرغړوونکو د پورونو د حصول په برخه کې جدي هڅه وکړي. د داري فساد پر ضد د مبارزې په برخه کې د دولتي ادارو جدیت، پر ټولو د قانون او مقرراتو یوشان تطبیق، د دولتي عوایدو زیاتوالی، پر دولتي ادارو عمومي باورمندي او د اطاعت د کچې لوړاوی نور هغه موارد دي چې په دې هوکړه لیک کې پرې ټینګار شوی دی.

د پورونو د حصول او دغه هوکړه لیک د ښه تطبیق لپاره شپږ کسیزه کمېټه چې درې غړي يې د لویې څارنوالۍ او درې غړي يې د ماليې وزارت دي، هم تشکیل شوې ده.

خبر

د یادونې وړ ده، چې دا هوکړه لیک د جمهوري ریاست د ۱۳۹۸ کال د تلې د ۱۴ د ۱۹۴۵ ګڼې حکم پر اساس ترتیب شوې ده. دا هوکړه لیک د دولت د پورونو د مقررې د خلاف د حقیقي او حکمي اشخاصو د تثبیت لپاره چې پر اساس یې مالیه وزارت له لویې څارنوالۍ سره همکاري وکړي، جوړه شوې ده او همداراز له مخې یې د دغه وزارت پوروړي مشخص او خپل پورونه د دولت قطعي حساب ته ولېږي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS