په افغانستان کې د اسیا پراختیایي بانک د تمویلونکو پروژو لپاره د حفاظتي تدابیرو د اغیزمنتیا په موخه درې اړخیز هوکړه لیک لاسلیک شو

admin_mof
Sat, Mar 06 2021 10:28 AM
خبر

د مالیې وزارت مالي مرستیال ښاغلي عبدالحبیب ځدراڼ، د ښارجوړونې او ځمکو وزارت د ځمکو چارو مرستیال ښاغلي ګل الرحمن توتاخیل او د افغانستان لپاره د اسیا پراختیایې بانک رئیس ښاغلي نریندرا سینګرو تر منځ نن د کب میاشتې په ۱۴ مه نېټه په افغانستان کې د اسیا د پراختیایي بانک د تمویلونکو پروژو لپاره د حفاظتي تدابیرو د اغیزمنتیا په موخه درې اړخیز هوکړه لیک لاسلیک شو.

د یاد هوکړه لیک له مخې د ښار جوړونې او ځمکو وزارت مکلف دی چې د ځمکو د استملاک قانون د ۴مې مادې سره سم دا قانون پلی او د ځمکو او نورو شتمنیو د مالکیت د تثبیت او بیو معلومولو، چې د پروژو د پلي کیدو په پایله کې اغیزمنې کیږي، د اړونده چارو مسئولیت واخلي.

د مالیې وزارت ژمن دی چې د اسیا پراختیایي بانک د تمویلونکو پروژو اړوند د ځمکو د استملاک او تصفیې چارو د ټولو لګښتونو پوره کولو لپاره اړینې مالي سرچینې برابرې کړي ترڅو د یادو پروژو تطبیق له خنډ او ځند سره مخ نه شي.

ټولو خواوو په دې هوکړه وکړه چې د مالیې، ښار جوړونې او ځمکو وزارتونو په ګډون د اړونده حکومتي ادارو د استازو په ګډون یوه ګډه کاري کمېټه رامنځته کړي چې دندې به یې په لاندې ډول وي:

۱. د اسیا پراختیایي بانک له لوري د تمویلونکو پروژو لپاره د ځمکو د استملاک او تصفیې اړونده فعالیتونو همغږي کول،

۲. د اسیا پراختیایي بانک د حفاظتي تدابیرو د اغیزمنتیا د غوښتنو پر بنسټ د ځمکو د استملاک او تصفیې اړونده فعالیتونو لپاره د معیاري کاري کړنلارو جوړول،

۳. د ځمکو د استملاک او تصفیې په برخه کې د یوې ملي پالیسۍ جوړول.

خبر

همداشان د یاد هوکړه لیک له مخې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت مکلف شوی چې د اسیا پراختیایي بانک د تمویلونکو پروژو د ځمکو د استملاک او تصفیې اړونده فعالیتونو د پرمخ وړلو په موخه د وزارت په چوکاټ کې یوه بیله څانګه جوړه کړي. د مالیې وزارت ژمنه کوي چې د څانګې د لګښتونو د پوره کولو لپاره به مالي سرچینې چمتو کوي. د مالیې وزارت همدارنګه مکلف شوی چې د اسیا پراختیایي بانک د حفاظتي تدابیرو د شرایطو سره سم به د ځمکو د استملاک او تصفیې پلانونو د تطبیق په موخه د کابینې تایید ترلاسه کوي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS