د مالیاتي جریمو د معافیت خبرتیا

admin_mof
اطلاعیه

د مالیې وزارت په وړاندیز او د افغانستان اسلامي جمهوریت د کابینې په منظورۍ، د مالیه ورکوونکو د ملاتړ په موخه هغه کسان چې له ۱۳۹۹ مالي کال څخه د وړاندې کلونو مالیه او د ۱۳۹۹ مالي کال لومړۍ او دویمې ربعې انتفاعي مالیه ورکړي، د مالیاتي جریمو له ورکړې معافیږي.

دا چې د مالي کال په وروستۍ میاشت کې یو، له ټولو مالیه ورکوونکو څخه چې خپلې مالیې یې نه دي ورکړي، غوښتنه کېږي، څو د روانې میاشتې تر پایه پورې اصلي مالیه ورکړي او د مالیاتي جریمو له امتیاز څخه برخمن شي.

وروستي اعلانونه

Back to announcements