مشرانو جرګې د مالیې وزارت د بشري سرچینو رئیس له فعالیتونو او کړنو څخه ستاینه وکړه

admin_mof
Mon, Nov 09 2020 9:47 AM
خبر

مشرانو جرګې نن د لړم میاشتې په ۱۸ مه نېټه د مالیې وزارت د بشري سرچینو رئیس ښاغلي محمد غلام ملاخیل له فعالیتونو او کړنو څخه ستاینه وکړه.

دا ستاینلیک ښاغلي ملاخیل ته په اړوندو چارو او په ورسپارل شویو مسؤلیتونو کې د نوموړي غوره فعالیتونو، کړنو او لاسته راوړنو لپاره ورکړل شو.

په دې وروستیو کې مالیې وزارت د اصلاحاتو پلي کیدو او د صادقو او وړو کسانو د ګمارنې په موخه د مالیې وزارت ورودي کچې ۲۲۰ بستونه اعلان کړل چې له دې لارې صادق او وړ کسان وګمارل شول.

د دې تر څنګ د لومړي ځل لپاره د ګمرکونو ۹ عالیرتبه بستونه او د مالیې وزارت ۷۷ درېیم او څلورم بستونه ازادې سیالۍ ته لاړل چې د شارټ لست پروسه یې بشپړه او ژر به یې ازموینه واخیستل شي.

خبر

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS