د عوایدو پر زیاتوالي د عامه پوهاوي اغېزې

 

څرنګه؛ چي د هيواد ملي بودیجه له داخلي عوايدو څخه تمويلېږي، تقريباً زياته برخه ئې ماليات تشکيلوي، چي د عوايدو لوی رياست  له خوا د الکټرونیکي سيسټمونو سيګتاس، اي فايلنګ،(RMIS) او داسي نورو سيسټمونو په ذريعه راټولېږي او د ملي بودیجې له لاري په پراختیایي پروژو، معاشاتو، عامه خدماتو، امنيت او د خلکو د هوسا ژوند له پاره په مختلفو برخو کي په مصرف رسېږي.

د مالياتو د ډولونو، نورمونو، پروسو او سيسټمونو په باره کي  خلکو ته عامه پوهاوی ورکول او د هغوی قناعت حاصلول د عوايدو لوی رياست مسؤليت دئ، د دغه مسئوليت د سرته رسولو له پاره د عوايدو لوی رياست د هیواد ټولو وزارتونو، امارتي ادارو، امارتي شرکتونو د مالي او تدارکاتي برخو کارکوونکو، سوداګرو، صنعت کارانو، روغتیایي سکټور، ښوونیز او تحصيلي سکټور او په مرکز کي د موجودو ټولو فعاله اتحاديو ته یو ورځني سیمنیارونه چمتو کړي دي، چي موخه ئې د دوی د مالیاتو په اړه د پوهي لوړول دي. یاد پروګرامونه کولای سي، چي په مختلفو بڼو د هغوی په کارونو اغېز ولري او د معلوماتي سیمینارونو په جوړېدو سره د مالياتو په اړه عامه پوهاوی، شفافیت او حساب ورکول، په دولتي عوایدو کي زیاتوالی، مسلکي ظرفیت لوړونه او د مالیاتي ستونزو د حل لارو په برخه کي مؤثر تمامېدلای سي.

د مالیې په اړه عامه پوهاوی کولای سي په هیواد کي د عادلانه اقتصادي نظام په ټينګښت، د مالیاتو په راټولولو کي د روڼتیا په راوستلو او د هیواد په اقتصادي ځان بسیایني کي خورا مثبت اغېز ولري

اعلامیه هاهمه اعلامیه ها

پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۴ - ۱۰:۲۲
Background image
شنبه ۱۴۰۲/۷/۲۲ - ۱۵:۲۷
Background image

اطلاعیه ریاست عمومی گمرکات به شرکت های تجارتی و فابریکات صنعتی

بر بنیاد حکم رهبری امارت اسلامی افغانستان تمام شرکت ها مکلف اند تا اموال تجارتی خویش در گمرکات توسط نماینده رسمی طی مراحل نمایند. همچنان بر اساس همین حکم یک نفر میتواند که نماینده سه . . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۷ - ۸:۴۲
Background image

اطلاعیه شرکت دولتی نفت و گاز افغانستان در رابطه به شارت لیست متقاضیان ۱۳۳ بست

شرکت دولتی نفت و گاز افغانستان مربوط وزارت مالیه، قبلاً به تعداد (۱۳۳) بست های مختلف خویش را جهت جذب و استخدام افراد مسلکی و مجرب از طریق