د عوایدو پر زیاتوالي د عامه پوهاوي اغېزې
څرنګه؛ چي د هيواد ملي بودیجه له داخلي عوايدو څخه تمويلېږي، تقريباً زياته برخه ئې ماليات تشکيلوي، چي د عوايدو لوی رياست له خوا د الکټرونیکي سيسټمونو سيګتاس، اي فايلنګ،(RMIS) او داسي نورو سيسټمونو په ذريعه راټولېږي او د ملي بودیجې له لاري په پراختیایي پروژو، معاشاتو، عامه خدماتو، امنيت او د خلکو د هوسا ژوند له پاره په مختلفو برخو کي په مصرف رسېږي.
د مالياتو د ډولونو، نورمونو، پروسو او سيسټمونو په باره کي خلکو ته عامه پوهاوی ورکول او د هغوی قناعت حاصلول د عوايدو لوی رياست مسؤليت دئ، د دغه مسئوليت د سرته رسولو له پاره د عوايدو لوی رياست د هیواد ټولو وزارتونو، امارتي ادارو، امارتي شرکتونو د مالي او تدارکاتي برخو کارکوونکو، سوداګرو، صنعت کارانو، روغتیایي سکټور، ښوونیز او تحصيلي سکټور او په مرکز کي د موجودو ټولو فعاله اتحاديو ته یو ورځني سیمنیارونه چمتو کړي دي، چي موخه ئې د دوی د مالیاتو په اړه د پوهي لوړول دي. یاد پروګرامونه کولای سي، چي په مختلفو بڼو د هغوی په کارونو اغېز ولري او د معلوماتي سیمینارونو په جوړېدو سره د مالياتو په اړه عامه پوهاوی، شفافیت او حساب ورکول، په دولتي عوایدو کي زیاتوالی، مسلکي ظرفیت لوړونه او د مالیاتي ستونزو د حل لارو په برخه کي مؤثر تمامېدلای سي.
د مالیې په اړه عامه پوهاوی کولای سي په هیواد کي د عادلانه اقتصادي نظام په ټينګښت، د مالیاتو په راټولولو کي د روڼتیا په راوستلو او د هیواد په اقتصادي ځان بسیایني کي خورا مثبت اغېز ولري
وروستی خبرتیاوينور دلته
د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!
د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .
