د فساد د مخنيوي په تړاو د ماليې وزارت عوايدو لوی رياست خبرتيا!

admin_mof

ماليات د هيواد د ملي شتمنۍ (بيت المال) ستره برخه، او په هیواد کي د نظام د پايښت، ټينگښت او لگښتونو د ملاتړ سرچينه ده. له همدې کبله د مالیاتي چارو شفافیت، کنټرول، معیاري کول او ارزول نه یوازي د مالیې وزارت؛ بلکي د ټولو افغانانو ديني، انساني او ملي دنده ده، چي په دغه مسؤليت کي پراخه او مسؤلانه ونډه واخلي.
گرانو هيوادوالو! هغه ماليه ورکوونکي، چي د مالياتي قوانينو له مخي په سم او راڼه ډول خپل مالياتي مکلفيتونه نه ترسره کوي او کوښښ کوي، چي د مالياتو له ورکړي تېښته وکړي او يا هم د مالياتي ادارو هغه کارکوونکي چي د اداري او مالي فساد، د قانون څخه د سرغړونو او ناقانوني کړنو لامل کېږي؛ هیله ده، چي د ذکر سوو چارو د سمون، ټينگښت او پايښت په موخه او د انساني، ديني او ملي رسالت او مسؤليت له مخي د دغو ناکاره وگړو او د هغوی د ناقانوني کړنو په اړه د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست د اړیکو نیولو د خدمتونو له مرکز (۱۰۰۰) شمېرې او يا هم له (info.ard@mof.gov.af) رسمي برېښناليک سره د اړيکو په ټينگولو، زموږ سره خپل معلومات شريک کړئ.
که چيري تاسي د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست سره د هر ډول مالياتي مواردو د تخلف په اړه معلومات شريک کړئ، ستاسي هويت به په بشپړ ډول خوندي وي.
د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست رهبري د مالياتي ادارو د سمون او اصلاح په موخه ټينگ هوډ لري، چي اداري فساد له منځه یوسي او د عوایدو را ټولو سیسټم شفاف او معیاري کړي.
زموږ ماليه، زموږ هيواد، زموږ راتلونکی

اعلامیه هاهمه اعلامیه ها

پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۴ - ۱۰:۲۲
Background image
شنبه ۱۴۰۲/۷/۲۲ - ۱۵:۲۷
Background image

اطلاعیه ریاست عمومی گمرکات به شرکت های تجارتی و فابریکات صنعتی

بر بنیاد حکم رهبری امارت اسلامی افغانستان تمام شرکت ها مکلف اند تا اموال تجارتی خویش در گمرکات توسط نماینده رسمی طی مراحل نمایند. همچنان بر اساس همین حکم یک نفر میتواند که نماینده سه . . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۷ - ۸:۴۲
Background image

اطلاعیه شرکت دولتی نفت و گاز افغانستان در رابطه به شارت لیست متقاضیان ۱۳۳ بست

شرکت دولتی نفت و گاز افغانستان مربوط وزارت مالیه، قبلاً به تعداد (۱۳۳) بست های مختلف خویش را جهت جذب و استخدام افراد مسلکی و مجرب از طریق

آخرین اطلاعیه ها

بازگشت به اطلاعیه ها