د موټر پلورونکو اتحادیې له مسئولینو سره ناسته وشوه

ezat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۹:۲۳
خبر

د تلې۷مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفرمحمد سحر په مشرۍ د موټر پلورونکو د اتحادیې له مسئولینو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
په پیل کې د عوایدو لوی رئیس وویل، چې د عوایدو او مالیاتو د راټولولو په برخه کې د شته ستونزو د حل او مالیه ‌ورکوونکو ته د اسانتیاوو د رامنځته کولو لپاره له بېلابېلو صنفي اتحادیو سره د همغږۍ ناستې کېږي او د عوایدو لوی ریاست هڅه کوي، چې د مالیه ‌ورکوونکو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وشي او د مالیاتو د ورکړې بهیر لا اسانه او منظم شي؛ ځکه د مالیاتو پر وخت تحویلي د هیواد د عامه خدمتونو، پرمختیايي چارو او بنسټیزو پروژو د تمویل له پاره مهمه ونډه لري.
د موټر پلورونکو له لوري د عدلیې وزارت د رسمي چاپ شویو سیټونو پر ځای د خپلو چاپ شویو پاڼو د کارولو، د موټرونو له پېرېدونکو څخه د یوې سلنې مالیې د اخیستلو او مالیاتي ادارې ته د نیمې سلنې د تحویلولو او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
د موټر پلورونکو د اتحادیې استازو هم خپل یو شمېر وړاندیزونه او ستونزي له مسئولینو سره شریکې کړې، چې له هر اړخیز بحث وروسته پر یو شمېر موضوعاتو لازمې پرېکړې وشوې.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۹:۳۸
Background image

د مستوفیتونو د عوایدو آمرینو او د ولایتونو د ګمرکونو عملیاتي مرستیالانو لپاره روزنیز پروګرام جوړ شو

د تلې۷مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ آمریت د مستوفیتونو د عوایدو آمرینو او د ولایتونو د ګمرکونو عملیاتي مرستیالانو لپاره د عوایدو او ګمرکونو ملي اکاډمۍ د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۹:۲۹
Background image

د شکایتونو اورېدو آمریت په تېره میاشت کې (۳۲) شکایتونو ته رسېدنه کړې ده

د تلې۷مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د کورنۍ پلټنې لوی ریاست د شکایتونو اورېدو آمریت د دغه وزارت اړوند ټولو شکایتونو؛ لکه: فساد، کم کاري، کار ځنډونې او د یو شمېر مسئولینو ناسم چلند ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۹:۲۳
Background image

د موټر پلورونکو اتحادیې له مسئولینو سره ناسته وشوه

د تلې۷مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفرمحمد سحر په مشرۍ د موټر پلورونکو د اتحادیې له مسئولینو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
په پیل کې د عوایدو لوی رئیس وویل، چې د. . .

BACK TO NEWS