د عوایدو عمومي ریاست د رهبرۍ دوولسمه ناسته وشوه
د وږې۲۹مه۱۴۰۵هـ.ل
د مالیې وزارت د عوایدو عمومي رئیس الحاج مولوي سفرمحمد سحر په مشرۍ، د عوایدو عمومي ریاست د (۱۴۰۵) هـ.ل کال د رهبرۍ دوولسمه ناسته د عوایدو او ګمرکونو معینیت د غونډو په تالار کې، د عوایدو د تخنیکي مرستیال، رئیسانو او آمرینو په ګډون وشوه.
په یاده ناسته کې د رهبرۍ د تېري ناستې د پرېکړو د تحقق راپور وړاندې او وڅېړل شو، ورپسې د عوایدو د تحلیل او پرمختګ راپور او د تخنیکي اختصاصي هیئت له لوري د ترسره شویو چارو او اړوندو موضوعاتو راپورونه هم وړاندې شول، چې په اړه یې ګډونوالو خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل.
د ناستې په دوام کې د (KPI) لپاره د یوه جامع او هر اړخیز سند د جوړولو، د مالیه ورکوونکو د خدمتونو په ریاست کې د نهایي تحقق د مسایلو او د تجارتي سکټور په اړه د عوایدو د اجراآتو د یو شان کولو په موخه د مناسبې طرحې پر جوړولو او همدارنګه پر یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو هر اړخیز بحث او د ګډونوالو ترمنځ د نظرونو تبادله وشوه.
په پای کې د مطرح شویو موضوعاتو د لا ښه تنظیم، د چارو د مؤثریت، د مالیاتي بهیرونو د معیاري کولو او د عوایدو اړوندو چارو د لا پرمختګ په موخه لازمې پرېکړې ترسره او په اړوندو مسئولینو د اړینو اجراآتو د ترسره کولو ټینګار وشو.
