د عوایدو عمومي ریاست د رهبرۍ دوولسمه ناسته وشوه

ezat_admin
Sun, Sep 20 2026 2:35 PM
---------

د وږې۲۹مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو عمومي رئیس الحاج مولوي سفرمحمد سحر په مشرۍ، د عوایدو عمومي ریاست د (۱۴۰۵) هـ.ل کال د رهبرۍ دوولسمه ناسته د عوایدو او ګمرکونو معینیت د غونډو په تالار کې، د عوایدو د تخنیکي مرستیال، رئیسانو او آمرینو په ګډون وشوه.
په یاده ناسته کې د رهبرۍ د تېري ناستې د پرېکړو د تحقق راپور وړاندې او وڅېړل شو، ورپسې د عوایدو د تحلیل او پرمختګ راپور او د تخنیکي اختصاصي هیئت له لوري د ترسره شویو چارو او اړوندو موضوعاتو راپورونه هم وړاندې شول، چې په اړه یې ګډونوالو خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل.
د ناستې په دوام کې د (KPI) لپاره د یوه جامع او هر اړخیز سند د جوړولو، د مالیه ‌ورکوونکو د خدمتونو په ریاست کې د نهایي تحقق د مسایلو او د تجارتي سکټور په اړه د عوایدو د اجراآتو د یو شان‌ کولو په موخه د مناسبې طرحې پر جوړولو او همدارنګه پر یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو هر اړخیز بحث او د ګډونوالو ترمنځ د نظرونو تبادله وشوه.
په پای کې د مطرح شویو موضوعاتو د لا ښه تنظیم، د چارو د مؤثریت، د مالیاتي بهیرونو د معیاري کولو او د عوایدو اړوندو چارو د لا پرمختګ په موخه لازمې پرېکړې ترسره او په اړوندو مسئولینو د اړینو اجراآتو د ترسره کولو ټینګار وشو.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS