د بدخشان مستوفیت کارکوونکو ته روزنیز پروګرام پیل شو
د چنګاښ ۹مه۱۴۰۵هـ.ل
د مالیي وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ له تدریسي پلان سره سم د بدخشان مستوفیت کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې او مسلکي کولو ترعنوان لاندې روزنیز پروګرام پيل شو.
په دغه پروګرام کې به (۲۹) کارکوونکو ته مالیاتي قوانین، مالیاتي سیسټمونه او یو شمېر اړوند نور موضوعات د مجربو ښوونکو له لوري د (۲۳) ورځو په اوږدو کې په عملي او نظري ډول تدریس شي.
د یادونې وړ ده، چې د یاد پروګرام په ترسره کولو سره به د یاد مستوفیت د کارکوونکو وړتیاوې لوړې او په چارو کې به د پام وړ پرمختګونه رامنځته شي.
