د مستوفیتونو او ولایتي ګمرکونو د عمومي مدیرانو لپاره د «کارکوونکو چارو ستراتیژیک مدیریت» تر سرلیک لاندې روزنیز پروګرام جوړ سو
۱۶ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
د مالیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د «کارکوونکو چارو ستراتیژیک مدیریت» تر سرلیک لاندې روزنیز پروګرام د مستوفیتونو او ګمرکونو عمومي مدیرانو لپاره د یوې غونډې په ترڅ کې د عوایدو او ګمرکونو د ملي اکاډمۍ په تالار کې جوړ کړ.
په دې مراسمو کې د کارکوونکو چارو ریاست د روزنې او ظرفیت لوړونې آمر مفتي عبدالوهاب عابد، د دعوت او ارشاد ریاست استازي مولوي محمد مبین امیني، او د مستوفیتونو او ګمرکونو عمومي مدیرانو ګډون کړی وو.
د کارکوونکو چارو ریاست د روزنې او ظرفیت لوړونې آمر د دغه پروګرام د پرانیستې په مراسمو کې وویل، له هغو امکاناتو او فرصتونو څخه چې تاسو ته برابر شوي، اعظمي ګټه واخلئ او د مسلکي مهارتونو په ترلاسه کولو سره په عملي، صادقانه او مخلصانه توګه خدمت وکړئ.
د دعوت او ارشاد ریاست استازي وویل، دغه پروګرام د له مخکې ټاکل شویو موخو د تحقق په موخه ترسره شوی دی. ټاکل شوې موخې د هڅې او هاند، د پوهاوي او پوهې د ترلاسه کولو له لارې ترلاسه کېږي. هڅه وکړئ چې له دغه پروګرام څخه په سمه توګه په ګټې اخیستنې سره ټاکل شویو موخو ته ورسېږئ او د نظام د لا ټینګښت سبب وګرځئ.
د یادونې وړ ده، چې دغه پروګرام به د (۱۰) ورځو لپاره دوام وکړي او په ترڅ کې به یې ستراتیژیک پلان جوړونه، د پالیسۍ جوړونې میتودونه، د بشري سرچینو ستراتیژیک مدیریت، د بشري سرچینو ستراتیژي او یو شمېر نورې مهمې او اړوندې برخې تدریس شي.
