د افغانستان له دروازې په مرکزي اسیا کي پراخه سوداګري
افغانستان د اسیا په مرکزي برخه کي پروت په وچه را ښکېل هیواد دئ، خو د ځمکنۍ سوداګرۍ له پاره د ثقل مرکز او د اسیایي هیوادونو د ټرانزیټ له پاره بې بدیله لاره ده. د افغانستان او د مرکزي اسیا هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ لمن ورځ تربلي پراخېږي، چي ارزښت ئې میلیونونو ډالرو ته رسېږي. تېره اوونۍ د افغانستان او ترکمنستان پر ګډه پوله د دواړو هیوادونو ترمنځ ګډ بازار جوړ او د دواړو خواوو تولیدي توکي پکښي نندارې ته وړاندي سول، چي په دغه کار سره به د افغان او ترکمن سوداګرو اړیکي لا هم پراخي او د سوداګرۍ تجربې سره شریکي سي. په ټولیز ډول د افغانستان او اسیایي هیوادونو د برېښنا د سوداګرۍ ارزښت په(2022)ز کال کي (4.4) میلیارډه کېلواټه ساعته مبادله سوې، چي نور هم د پراخېدو په حال کي دی او اسلامي نظام وکولای سول، چي د تېري ادارې په میلیونونه افغانۍ د برېښنا پور ادا کړي او د خپل اعتبار په زیاتولو سره په دې برخه کي متقابله سوداګري لا پراخه کړي.
له بل پلوه په افغانستان کي د یو شمېر سترو زېربنایي پروژو را روانه لړۍ او د افغانستان له لاري ئې مرکزي اسیا ته انتقال له ګاونډیو هیوادونو سره په اقتصادي بهیر کي بې ساری مثبت اغېز کوي، اړیکي پراخوي، ملي عواید لوړوي او سویلي اسیا ته د انرژۍ د لېږد بهیر اسانه کوي. د دغو پروژو چاري د مرکزي اسیا په سیمو کي تر ډېره بریده بشپړي سوي دي او د افغانستان په خاوره کي د اسلامي نظام له راتګ سره بشپړ چمتو والی ورته نیول سوی دئ، چي له دې جملې د ټاپي پروژې چاري هم څه موده وړاندي د افغانستان ترکمن لوړ پوړو چارواکو په حضور کي پیل او پرانیستل سوې.
دغه پروژې، چي د افغانستان او سویلي اسیا لپاره د دوه اړخیزه سوداګرۍ او راکړي ورکړي په برخه کي حیاتي رول لري (TUTAP، TAP،CASA-1000 اوTAPI*) دي. یادي پروژې د افغانستان او د سیمي له پاره اوږد مهاله اقتصادي او د انرژۍ ثبات رامنځته کوي.
د افغانستان اسلامي امارت هڅه کوي، چي د انرژۍ د تولید، ودي او دوام له پاره د سیمي له هیوادونو سره همغږي او مشترکه تګلاره رامنځته کړي، ترڅو د حرارتي انرژۍ، کانونو د استخراج او په دې برخه کي د پانګوني پراخه زمینه برابره کړي. همدا وجه ده، چي ډېر سیمه ییز هیوادونه او د خصوصي سکټور پانګوال افغانستان ته د ډاډمن امنیت په راتګ سره پانګوني ته زړه ښه کوي، چي له دې ډلي څخه هند، چین، روسیه او د افغانستان د شمال لوري ګاونډي هیوادونه په ځانګړي ډول ترکمنستان او ازبکستان دي.
د افغانستان په ګډون د مرکزي اسیا هیوادونه د سیمه ییز یووالي په لوري ګام اخلي او د برېښنایي سیسټم له لاري د سیمه ییزي سوداګرۍ متحد کولو ته لاره هواروي، چي کولای سي افغانستان په دغه سیسټم کي د سوداګرۍ له زاویې ښه وځلېږي او له مرکزي اسیا څخه سویلي اسیا ته د صادراتو له پاره تر ټولو اغېزمن، نیږدې او ارزانه تمام سي.
که څه هم اقلیمي بدلونونه، اوبو ته نه لاسرسی، د نویو زېربناوو نه شتون او د برېښنا کمښت یو څه نا څه پر دغه بهیر منفي اغېز اچوي، خو د ګډو هیوادونو متحدانه پرېکړه په ستونزو برلاسی پیدا کولای سي او افغانستان کولای سي په غوره سوداګریزه لاره بدل سي، زیات کلني عواید ترلاسه کړي، نړیوال ټرانزیټ پراخ کړي او د مرکزي اسیا هیوادونو په یوه بې خطره ټرانزیټي او سوداګریزه نقطه بدل سي.
درنښت
اداره
وروستی خبرتیاوينور دلته
د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!
د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .
