د افغانستان له دروازې په مرکزي اسیا کي پراخه سوداګري

 

افغانستان د اسیا په مرکزي برخه کي پروت په وچه را ښکېل هیواد دئ، خو د ځمکنۍ سوداګرۍ له پاره د ثقل مرکز او د اسیایي هیوادونو د ټرانزیټ له پاره بې بدیله لاره ده. د افغانستان او د مرکزي اسیا هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ لمن ورځ تربلي پراخېږي، چي ارزښت ئې میلیونونو ډالرو ته رسېږي. تېره اوونۍ د افغانستان او ترکمنستان پر ګډه پوله د دواړو هیوادونو ترمنځ ګډ بازار جوړ او د دواړو خواوو تولیدي توکي پکښي نندارې ته وړاندي سول، چي په دغه کار سره به د افغان او ترکمن سوداګرو اړیکي لا هم پراخي او د سوداګرۍ تجربې سره شریکي سي. په ټولیز ډول د افغانستان او اسیایي هیوادونو د برېښنا د سوداګرۍ ارزښت په(2022)ز کال کي (4.4) میلیارډه کېلواټه ساعته مبادله سوې، چي نور هم د پراخېدو په حال کي دی او اسلامي نظام وکولای سول، چي د تېري ادارې په میلیونونه افغانۍ د برېښنا پور ادا کړي او د خپل اعتبار په زیاتولو سره په دې برخه کي متقابله سوداګري لا پراخه کړي.
له بل پلوه په افغانستان کي د یو شمېر سترو زېربنایي پروژو را روانه لړۍ او د افغانستان له لاري ئې مرکزي اسیا ته انتقال له ګاونډیو هیوادونو سره په اقتصادي بهیر کي بې ساری مثبت اغېز کوي، اړیکي پراخوي، ملي عواید لوړوي او سویلي اسیا ته د انرژۍ د لېږد بهیر اسانه کوي. د دغو پروژو چاري د مرکزي اسیا په سیمو کي تر ډېره بریده بشپړي سوي دي او د افغانستان په خاوره کي د اسلامي نظام له راتګ سره بشپړ چمتو والی ورته نیول سوی دئ، چي له دې جملې د ټاپي پروژې چاري هم څه موده وړاندي د افغانستان ترکمن لوړ پوړو چارواکو په حضور کي پیل او پرانیستل سوې.
دغه پروژې، چي د افغانستان او سویلي اسیا لپاره د دوه اړخیزه سوداګرۍ او راکړي ورکړي په برخه کي حیاتي رول لري (
TUTAP، TAP،CASA-1000  اوTAPI*) دي. یادي پروژې د افغانستان او د سیمي له پاره اوږد مهاله اقتصادي او د انرژۍ ثبات رامنځته کوي.
د افغانستان اسلامي امارت هڅه کوي، چي د انرژۍ د تولید، ودي او دوام له پاره د سیمي له هیوادونو سره همغږي او مشترکه تګلاره رامنځته کړي، ترڅو د حرارتي انرژۍ، کانونو د استخراج او په دې برخه کي د پانګوني پراخه زمینه برابره کړي. همدا وجه ده، چي ډېر سیمه ییز هیوادونه او د خصوصي سکټور پانګوال افغانستان ته د ډاډمن امنیت په راتګ سره پانګوني ته زړه ښه کوي، چي له دې ډلي څخه هند، چین، روسیه او د افغانستان د شمال لوري ګاونډي هیوادونه په ځانګړي ډول ترکمنستان او ازبکستان دي.
د افغانستان په ګډون د مرکزي اسیا هیوادونه د سیمه ییز یووالي په لوري ګام اخلي او د برېښنایي سیسټم له لاري د سیمه ییزي سوداګرۍ متحد کولو ته لاره هواروي، چي کولای سي افغانستان په دغه سیسټم کي د سوداګرۍ له زاویې ښه وځلېږي او له مرکزي اسیا څخه سویلي اسیا ته د صادراتو له پاره تر ټولو اغېزمن، نیږدې او ارزانه تمام سي.
که څه هم اقلیمي بدلونونه، اوبو ته نه لاسرسی، د نویو زېربناوو نه شتون او د برېښنا کمښت یو څه نا څه پر دغه بهیر منفي اغېز اچوي، خو د ګډو هیوادونو متحدانه پرېکړه په ستونزو برلاسی پیدا کولای سي او افغانستان کولای سي په غوره سوداګریزه لاره بدل سي، زیات کلني عواید ترلاسه کړي، نړیوال ټرانزیټ پراخ کړي او د مرکزي اسیا هیوادونو په یوه بې خطره ټرانزیټي او سوداګریزه نقطه بدل سي.

درنښت

اداره

اعلامیه هاهمه اعلامیه ها

پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۴ - ۱۰:۲۲
Background image
شنبه ۱۴۰۲/۷/۲۲ - ۱۵:۲۷
Background image

اطلاعیه ریاست عمومی گمرکات به شرکت های تجارتی و فابریکات صنعتی

بر بنیاد حکم رهبری امارت اسلامی افغانستان تمام شرکت ها مکلف اند تا اموال تجارتی خویش در گمرکات توسط نماینده رسمی طی مراحل نمایند. همچنان بر اساس همین حکم یک نفر میتواند که نماینده سه . . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۷ - ۸:۴۲
Background image

اطلاعیه شرکت دولتی نفت و گاز افغانستان در رابطه به شارت لیست متقاضیان ۱۳۳ بست

شرکت دولتی نفت و گاز افغانستان مربوط وزارت مالیه، قبلاً به تعداد (۱۳۳) بست های مختلف خویش را جهت جذب و استخدام افراد مسلکی و مجرب از طریق