د ګمرکي تعرفې او بیي ایښودني متخصص

syllab_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۰:۶
...........

Publish Date

Closing Date

د دندي عنوان:       د ګمرکي تعرفې او بیي ایښودني متخصص

د کار ځای:            د ګمرکونو لوی ریاست / د تعرفې او بیي ایښودني ریاستونه

د دندې هدف:        د نړیوالو معیارونو او ګمرکي اصولو په رڼا کي د ګمرکي تعرفې او بیي ایښودني اړوند چارو په هر اړخیز

تحلیل او ارزونه کي مرسته کول.

دندي او مسئولیتونه:

د ګمرکي تعرفې اړوند دندي

  1. د ګمرکي تعرفې نړیوال همږغي سیسټم (HS) مطابق د سوداګریزو توکو تحلیل او تصنیف؛
  2. د ګمرکي تعرفې اړوند د ګمرکونو نړیوال سازمان پاليسیو، نوښتونو او نورو بدلونو څخه خبراوی؛
  3. په سوداګرۍ کي د دخیلو هیوادونو او په ځانګړي ډول د ګاونډیو هیوادونو د تعرفوي پالیسيو څارنه او تحلیل؛
  4. د تعرفوي تناقضاتو او د پېچلو سوداګریزو توکو د طبقه بندۍ مسلکي حل وړاندي کول؛
  5. د تعرفې اړوند د پالیسۍ او د تقنیني سندونو د مسودو په جوړولو کي تخنیکي مرسته او نورو کارکوونکو ته روزنه ورکول؛
  6. د غوره تعرفوي پرېکړي په موخه د تعرفې کمېټې ته د سوداګریزو توکو دقیقه څېړنه او کره تحلیل وړاندي کول؛
  7. په دوامداره توګه د تعرفوي تغییراتو د پيلولو، اغېزو او متوقعه پایلو څېړنه او راپور ورکول؛
  8. د کورني صنعت د اغېزمن ملاتړ، د سوداګرۍ متوازني ودي او ګمرکي عوایدو د زیاتوالي اړوند پلان جوړونه؛
  9. د کورني، سیمه ییز او نړیوال بازار له اړتیاوو سره سم په ګمرکي تعرفه کي د بدلونونو وړاندیز کول؛

د قیمت ګذارۍ اړوند دندي:

  1. د ګمرکونو د نړیوال سازمان د مېتودونو مطابق د توکو د ګمرکي ارزښت څېړنه او ټاکنه کي مرسته؛
  2. د بیي ایښودني اړوند د طرزالعمل او لارښود په جوړولو کي تخنیکي مرسته او نورو کارکوونکو ته روزنه ورکول؛
  3. د سوداګریزو توکو د بیي او اړوندو اسنادو د اعتبار او ریښتینتوب تخنیکي څېړنه او ارزونه؛
  4. د ارزښت ټاکني اړوند خطراتو او درغلیو د مخنیوي لاري چاري او اړوند اعتراضونو مسلکي حل کول؛
  5. د سوداګریزو توکو په ارزښت ټاکنه کي د دخیلو عواملو څېړنه؛
  6. د دقیقي بیي ایښودني په موخه د نړیوالو او کورنیو سرچینو کتنه او ارزونه؛
  7. د مشابه محصولاتو د قیمت پرتله، تحلیل او راپور جوړول؛
  8. د سوداګریزو نړیوالو اصولو (انکوټرمز) په پلي کولو کي مرسته او نورو کارکونکو ته روزنه ورکول؛

تحصیلات او مهارتونه:

تحصیلي څانګه: په اقتصاد، مالي مدیریت، اداره تجارت، نړیوال تجارت یا عامه اداره کي لیسانس ولري؛ د ماسټري سند لرونکي ته

لومړیتوب ورکول کېږي.

کاري تجربه: په ګمرکي تعرفه، قیمت ګذاري یا د سوداګرۍ په تحلیل کي لږ تر لږه ۳ کاله او نورو کاري برخو کي لږ تر لږه ۴ کاله کاري تجربه ولري.

نور مهارتونه:

  1. په پښتو، دري او انګلېسي ژبو باندي بشپړ تسلط.
  2. د کمپیوټر اړوند مهارتونو زده کړه او برنامو کارول.
  3. تخنیکي پرېکړه نیونه.
  4. د راپور لیکني مسلکي وړتیا.
  5. د مذاکراتو او د ستونزو د حل وړتیا.

یادونه: علاقمندان کولای سي، چي خپلي خلص سوانح (سي وي) له (۳-۲-۲۰۲۶) نېټې څخه تر (۱۷-۲-۲۰۲۶) پوري د لاندي ایمېل ادرس له لاري له موږ سره شریکي کړي!

 

ایمیل ادرس:
 
nta@mof.gov.af

 

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

Related VacanciesShow all

Back to vacancies