تېره اوونۍ د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي نږدې ۱۳۶ زره کیلو ګرامه قاچاقي توکي نیول سوي دي!
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو تېره اوونۍ د نیمروز، کندهار، فراه، هرات، ننګرهار او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کي (۱۳۵) زره (۷۷۴) کیلو ګرامه قاچاقي توکي نیولي دي، چي قاچاق کوونکو غوښتل له ګمرکي محصول پرته ئې په قاچاقي ډول افغانستان ته راوړي.
په نیول سويو توکو کي (۶۴۹۸۷) کیلو ګرامه چاکلېټ، (۲۷۸۴۰) کیلو ګرامه ګوړه، (۱۴۷۹۰) کیلو ګرامه کینو، (۴۹۲۰) کیلو ګرامه لوبیا، (۵۸۴۰) کیلو ګرامه رُب، (۲۹۱۸) کیلو ګرامه انساني او زراعتي درمل، (۲۴۰۰) کیلو ګرامه رخت باب، (۱۶۲۵) کیلو ګرامه پلاستیک او پلاستیکي کڅوړي، (۵۷۰) کیلو ګرامه د ماشومانو وچي شیدې، (۳۷۸) کیلو ګرامه پاکټي کوچ، (۳۸۷) کیلو ګرامه مکروني، (۷۵۰) کیلو ګرامه خام نخود، (۷۰۷۰) کیلو ګرامه د کارټن کاغذ، (۵۲۰) کیلو ګرامه تنباکو، (۵۰۴) کیلو ګرامه اچار او (۲۵۰) کیلو ګرامه بيسکوټ شامل دي.
نیول سوي توکي او تورن کسان د نورو اجراآتو له پاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل سوي دي.
د یادوني وړ ده، چي د مالیې وزارت د ګرځنده څارني کارکوونکي په ټول هیواد کي ګرځنده څارني کوي او هیچا ته اجازه نه ورکوي، چي ممنوعه او قاچاقي توکي ولېږدوي.
