د مالیې وزارت د پالیسۍ معین د ایران هیواد د مرکزي بانک او سوداګرۍ چارو له مسؤلینو سره وکتل!

syllab_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۶ - ۸:۱۸
............

 

د مالیې وزارت د پالیسۍ معین انجنیر سلطان محمد زبیر د ایران اسلامي جمهوریت د مرکزي بانک د نړیوالو اړیکو له مرستیال ډاکټر محسن کریمي او د دغه هیواد د سوداګرۍ او خزانه دارۍ برخي له مسؤلینو سره وکتل او د دواړو هیوادونو ترمنځ ، په مالي او اقتصادي برخو کي د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا ئې خبري وکړې.

په پیل کي د مالیې وزارت د پالیسۍ معین، د ایران هیواد څخه راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ، افغانستان او ایران دوه ښه ګاونډیان یاد کړل او د دوه اړخیزو، مالي او اقتصادي اړیکو د پراختیا په برخه کي ئې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

د ایران اسلامي جمهوریت د مرکزي بانک مرستیال، د افغانستان اسلامي امارت د پراخي اقتصاد محوره پالیسۍ د ستایني ترڅنګ؛ د دواړو هیوادونو ترمنځ د مالي او اقتصادي اړیکو پر لا پراختیا ټينګار وکړ او له افغانستان سره ئې د بانکي سکټور په برخه کي د هر ډول همکارۍ ډاډ څرګند کړ. ښاغلي کریمي همدا راز ایران هیواد ته د افغانستان له لوري، یو پلاوي ته د رسمي سفر کولو بلنه هم ورکړه.

په پای کي د مالیې وزارت د پالیسۍ معین یادونه وکړه، چي په تېر (۱۴۰۲) مالي کال کي د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال په مشرۍ یو پلاوي ایران هیواد ته د رسمي سفر په لړ کي، د دواړو هیوادونو ترمنځ پر یو شمېر مهمو موضوعاتو خبري او هوکړي وسوې؛ چي د یادو موضوعاتو په عملي کېدلو سره به، د دواړو هیوادونو مالي، سوداګریزي او اقتصادي اړیکي لا پراختیا ومومي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۱۶:۱
Background image

د ګمرکونو او عوایدو معینیت د اړوندو ریاستونو ترمنځ د همغږۍ ناسته وسوه!

د زمري ۱۸مه ۱۴۰۴هـ.ل

د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د دغه معینیت د ریاستونو ترمنځ د (۱۴۰۴) کال د همغږۍ پنځمه ناسته د یاد معینیت د غونډو په تالار کي وسوه.
په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۱۰:۵۵
Background image

د هیواد په شپږو ګمرکونو کي امنیتي کېمرې نصب او ګټي اخیستني ته وسپارل سوې!


د زمري ۱۸مه، ۱۴۰۴ هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د تورخم، ډنډپټان، خوست، غلام خان بندر، د نیمروز ولایت بندر والي او د ګمرکونو لوی ریاست د لابراتوار په څانګه کي (۲۱۵). . .

BACK TO NEWS