د هیواد د سترو ګمرکونو چاري د تېر کال په پرتله ۲۰ سلنه نوري هم مثبتي سوي دي!

syllab_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۱ - ۱۰:۴۱
.................

د ګمرکونو لوی ریاست د اغېزمنو پالیسو د پلي کېدو او د مالیې وزارت د رهبرۍ د ځانګړي پاملرني په پایله کي د تېر کال سلواغې میاشتي په پرتله د عوایدو راټولېدو، تر سره سوي سوداګرۍ، د وارداتي توکو ګمرکي ارزښت او د سوداګریزو محمولو د شمېر او ثبت سوي وزن په برخو کي د (پکتیا، فراه، هرات، نیمروز، ننګرهار، بلخ، کندز، خوست او کندهار) ګمرکونو چاري په روان مالي کال کي په منځني ډول (۲۰٪) نوري هم مثبتي سوي دي، چي د ګمرکي عوایدو ستره برخه له یادو ګمرکونو څخه ترلاسه کېږي.
د مالیې وزارت رهبري د یادو ګمرکونو د مسؤلینو او کارکوونکو صادقانه کړني او د دوی تر سره سوي فعالیتونه ستایي او قدردانی ئې کوي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۰:۲۰
Background image

په تېرو دوو اوونیو کي د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول سوي دي

د لېندۍ ۳۰مه ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو په تېرو دوو اوونیو کي د کندهار، نیمروز، فراه، کندوز او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سيمو کي په زیاته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۱:۴۰
Background image

د مالیه ورکوونکو د شکایتونو اورېدلو ریاست د مالیه ورکوونکو ۲۷ شکایتونه څېړلي دي

د لېندۍ ۲۷مه ١٤٠٤هـ.ل

د مالیې وزارت د مالیه ورکوونکو د شکایتونو اورېدلو ریاست د عقرب په میاشت کي د مالیه ورکوونکو له خوا (۲۹) شکایتونه ترلاسه کړي دي، چي له دې جملې څخه (۲۷) قضیې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۱:۲
Background image

د اسلام کلا په سرحدي ګمرک کي څلور بابه هنګرونه جوړ او ګټي اخیستني ته وسپارل سول!

د لېندۍ ۲۷مه ١٤٠٤هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د هرات ولایت د اسلام کلا په سرحدي ګمرک کي د (۷۸،۷) میلیونه افغانیو په ارزښت څلور بابه هنګرونه جوړ او ګټي اخیستني ته. . .

BACK TO NEWS