د عوایدو لوی ریاست رهبري پلاوي د یو لړ مهمو عوایدي او مالیاتي مسائلو په تړاو ناسته وکړه!

syllab_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۳ - ۱۶:۹
..............

د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس الحاج شېر محمد مشفق په مشرۍ او د یاد ریاست د ټولو رئیسانو او آمرینو په ګډون، ددې ریاست د رهبرۍ پلاوي په نهمه ناسته کي د یو لړ مهمو عوایدي او مالیاتي مسائلو په تړاو خبري وسوې.
په دغه ناسته کي د (۱۴۰۲هـ.ل) مالي کال لپاره ټاکل سوي عوایدي هدف ته د رسېدو پر څرنګوالي، د زرګرانو د مالیاتو، د ګروي په نوم د سهم کرايې د ماليې له منځه تللو، د صرافانو د مالیاتو د تثبیت پروسې پر څرنګوالي، په سرپل ولایت کي د (RMIS) سیسټم له لاري د یوزرونو د وېش او یو لړ نورو مهمو موضوعاتو باندي بحث او خبري وسوې .
د یادوني وړ ده، چي د عوایدو لوی ریاست د تېرو دوو کلونو په موده کي د هیواد په ټولو مستوفیتونو او اړوندو ادارو کي د پرلپسې روزنیزو پروګرامونو چمتوکولو، د کارکوونکو د وړتیا لوړولو او کار اهل کار ته د سپارلو په پایله کي، سږکال د ګڼ شمېر مثبتو بدلونونو او لاسته راوړنو شاهد دئ.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۹:۳۹
Background image

د روان مالي کال د چنګاښ په میاشت کي د ګمرکي چارو تخنیکي ارزونه وسوه!


د زمري ۲۵مه ۱۴۰۴هـ.ل 

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد په مشرۍ د روان (۱۴۰۴هـ.ل) مالي کال د چنګاښ په میاشت کي په ګمرکونو کي د ترسره سويو چارو د تخنیکي. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۱۶:۱
Background image

د ګمرکونو او عوایدو معینیت د اړوندو ریاستونو ترمنځ د همغږۍ ناسته وسوه!

د زمري ۱۸مه ۱۴۰۴هـ.ل

د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د دغه معینیت د ریاستونو ترمنځ د (۱۴۰۴) کال د همغږۍ پنځمه ناسته د یاد معینیت د غونډو په تالار کي وسوه.
په. . .

BACK TO NEWS