د مالیې وزارت د خدماتو ریاست غوره حمایوي او شفاف خدمتونه وړاندي کوي!

syllab_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۲ - ۱۵:۳۳
..............

د خدماتو ریاست د مالیې وزارت د مالي او اداري لوی ریاست تر چتر لاندي فعالیت کوي. دا ریاست د غوره خدمتونو د وړاندي کولو په موخه د تحویل خونو او ټرانسپورټ د خدماتي فعالیتونو کنټرول او بررسي، د جنسي محاسبې د حسابونو د تصفیې مدیریت، د ټرانسپورټي وسایطو د رغولو له څرنګوالي کنټرول او د املاکو، اجناسو او کاري توکو د ثبت او راجستر کولو څخه مدیریت او کنټرول او له دوی څخه د اغېزمني ګټي اخیستني دنده په غاړه لري.
همدارنګه دغه ریاست په مالي کال کي د مالیې وزارت ټولو ادارو د برېښنا، پستي خدمتونو، د ښار پاکولو پیسو د تصفیې او د وزارت د ودانۍ او موجودو سیسټمونو لکه برېښنا، اوبو رسولو، مرکز ګرمیو او د ترکاڼۍ له چارو څارنه او ډاډ ترلاسه کوي.
د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د خدماتو ریاست په ټول توان سره هڅه کړې، چي خدماتي چاري د غوره خدماتي چارو وړاندي کولو په موخه مدیریت کړي او د کارپولینګ مدیریت تر نظر لاندي د ټرانسپورټ، نقلیه وسایطو په برخه کي شپه او ورځ خدمات وړاندي کوي.
سربېره پر دې، دغه ریاست د نافذه قوانینو او مقرراتو سره سم تر خپل اثر لاندي معتمدینو سره په شفاف ډول حسابونه تصفیه کړي، چي اوس مهال دغه معتمدین هیڅ باقي داري نه لري. هغه اجناس او توکي، چي شعبو ته توزیع سوي د دې ریاست د جنسي محاسبې مدیریت سره ثبت او راجستر دي او د سمي او مؤثري کاروني څخه ئې څارنه کېږي.
د يادوني وړ ده، چي د حمایوي خدمتونو د وړاندي کولو او نافذه اصولو او مقرراتو په رڼا کي د خدماتي چارو همغږي کولو په موخه د خدماتي چارو مدیریت او څارنه د دغه ریاست له اهدافو څخه شمېرل کېږي او په دې برخه کي بريالى هم دئ، چي په اړوندو چارو کي د رونټیا او پرمختګ لامل هم ګرځېدلی دئ.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۰:۲۰
Background image

په تېرو دوو اوونیو کي د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول سوي دي

د لېندۍ ۳۰مه ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو په تېرو دوو اوونیو کي د کندهار، نیمروز، فراه، کندوز او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سيمو کي په زیاته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۱:۴۰
Background image

د مالیه ورکوونکو د شکایتونو اورېدلو ریاست د مالیه ورکوونکو ۲۷ شکایتونه څېړلي دي

د لېندۍ ۲۷مه ١٤٠٤هـ.ل

د مالیې وزارت د مالیه ورکوونکو د شکایتونو اورېدلو ریاست د عقرب په میاشت کي د مالیه ورکوونکو له خوا (۲۹) شکایتونه ترلاسه کړي دي، چي له دې جملې څخه (۲۷) قضیې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۱:۲
Background image

د اسلام کلا په سرحدي ګمرک کي څلور بابه هنګرونه جوړ او ګټي اخیستني ته وسپارل سول!

د لېندۍ ۲۷مه ١٤٠٤هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د هرات ولایت د اسلام کلا په سرحدي ګمرک کي د (۷۸،۷) میلیونه افغانیو په ارزښت څلور بابه هنګرونه جوړ او ګټي اخیستني ته. . .

BACK TO NEWS