په ۱۴۰۲ مالي کال کي د مالیې وزرات مهمي پراختیایي پروژې او فعالیتونه!

admin_mof
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۵ - ۱۶:۲
............


مالیې وزارت ته په (۱۴۰۲) مالي کال کي (۱) میلیارډ او (۵۰۵) میلیونه افغانۍ پراختیایي بودیجه منظوره سوې وه.
په ملي کچه د مالیې وزارت لومړیتوب لرونکي مهمي عایداتي پراختیایي پروژې په لاندي ډول وې:
د ګمرکونو عصري کولو پروژه (بیارغونه، د بریښنایي سیسټمونو رامنځته کول او مسلکي ظرفیت لوړونه).
د ملي بودیجې د  پلانګذارۍ او اجراء سیسټم (SBPS) د ساتني، سمون او پراختیا  پروژه.
 د ملي بودیجې د (DAD) سیسټم کلنی فیس، بودیجه جوړونه او د تخصصي کارکوونکو د لګښتونو پروژه.
د ارزښت لرونکو سندونو( پاسپورت) د چاپ پروژه. د عوایدو د لوی ریاست لپاره د ټکنالوژيکي وسایلو او دفتري تجهیزاتو برابرولو پروژه. د مرکز د کوچنیو او سترو مالیه ورکوونکو د مالیاتي حوزو د بیارغوني پروژه. د عوایدو د لوی ریاست د سیسټمونو د ښه والي، ظرفیت لوړوني او عامه پوهاوي پروژه.
د ولایتي مستوفیتونو لپاره د لمریزي برېښنا سیسټم چمتو کولو پروژه. د ولایتي مستوفیتونو لپاره د نويو ټکنالوژيکي وسایلو او دفتري تجهیزاتو پروژه. پورته پروژې ځينې تکمیل سوي او د ځینو کارونه لا روان دي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۰:۲۰
Background image

په تېرو دوو اوونیو کي د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول سوي دي

د لېندۍ ۳۰مه ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو په تېرو دوو اوونیو کي د کندهار، نیمروز، فراه، کندوز او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سيمو کي په زیاته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۱:۴۰
Background image

د مالیه ورکوونکو د شکایتونو اورېدلو ریاست د مالیه ورکوونکو ۲۷ شکایتونه څېړلي دي

د لېندۍ ۲۷مه ١٤٠٤هـ.ل

د مالیې وزارت د مالیه ورکوونکو د شکایتونو اورېدلو ریاست د عقرب په میاشت کي د مالیه ورکوونکو له خوا (۲۹) شکایتونه ترلاسه کړي دي، چي له دې جملې څخه (۲۷) قضیې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۱:۲
Background image

د اسلام کلا په سرحدي ګمرک کي څلور بابه هنګرونه جوړ او ګټي اخیستني ته وسپارل سول!

د لېندۍ ۲۷مه ١٤٠٤هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د هرات ولایت د اسلام کلا په سرحدي ګمرک کي د (۷۸،۷) میلیونه افغانیو په ارزښت څلور بابه هنګرونه جوړ او ګټي اخیستني ته. . .

BACK TO NEWS