د عوایدو لوی ریاست له لوري ۴۵ تنو مالیاتي محاسبینو ته د فعالیت جوازونه ووېشل سول

admin_mof
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۵ - ۱۱:۱۴
خبر

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست تخنیکي مرستیال ښاغلي عبدالولي نوري او د حقوقي خدمتونو او د عوایدو د پالیسۍ رئیس مولوي ندا‌ء محمد صدیقي په حضور کي د یوې غونډي په ترڅ کي د مالیاتي محاسبینو د فعالیت جواز ورکړي په ازموینه کې (۴۵) تنو بریالیو کسانو ته د فعالیت جوازونه ورکړل سول.
د عوایدو لوی ریاست د حقوقي خدمتونو او د عوایدو د پالیسۍ ریاست له لوري د مالیاتي محاسبینو د فعالیت جوازونو د ورکړي په اوومي دورې ازموینه کي، چي (۱۸۱) تنو ګډون کړی وو، له دې ډلې څخه ئې (۴۵) تنه بریالي سوي ول، چي د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کي د یوې ځانګړي غونډه په ترڅ کي بریالیو مالیاتي محاسبینو ته د فعالیت جوازونه ووېشل سول.

خبر

د عوایدو لوی ریاست مسؤلینو مالیاتي محاسبینو ته د فعالیت د جوازونو وېش څخه موخه د شفافیت رامنځته کول، مالیاتي عامه پوهاوی دودول، مالیاتي اطاعت پذیرۍ پراخول، مالیه ورکوونکو ته په مالیاتي چارو کي آسانتیاوي رامنځته کول او له مالیاتي تېښتي څخه مخنیوی وباله.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۰:۲۰
Background image

په تېرو دوو اوونیو کي د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول سوي دي

د لېندۍ ۳۰مه ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو په تېرو دوو اوونیو کي د کندهار، نیمروز، فراه، کندوز او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سيمو کي په زیاته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۱:۴۰
Background image

د مالیه ورکوونکو د شکایتونو اورېدلو ریاست د مالیه ورکوونکو ۲۷ شکایتونه څېړلي دي

د لېندۍ ۲۷مه ١٤٠٤هـ.ل

د مالیې وزارت د مالیه ورکوونکو د شکایتونو اورېدلو ریاست د عقرب په میاشت کي د مالیه ورکوونکو له خوا (۲۹) شکایتونه ترلاسه کړي دي، چي له دې جملې څخه (۲۷) قضیې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۱:۲
Background image

د اسلام کلا په سرحدي ګمرک کي څلور بابه هنګرونه جوړ او ګټي اخیستني ته وسپارل سول!

د لېندۍ ۲۷مه ١٤٠٤هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د هرات ولایت د اسلام کلا په سرحدي ګمرک کي د (۷۸،۷) میلیونه افغانیو په ارزښت څلور بابه هنګرونه جوړ او ګټي اخیستني ته. . .

BACK TO NEWS